نوی کابل‌ بانک له افغان ملي بانک سره مدغمېږي

د مالیې وزارت مسوولان وايي چې «نوی کابل بانک» له «افغان ملي بانک» سره مدغمېږي. د دوی په وینا، د دغو بانکونو د ادغام لپاره لومړني کارونه شوي او پر تخنیکي او حقوقي اړخونو یې کار روان دی.

د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې له افغان ملي بانک سره د نوي کابل بانک مدغمېدل، د پیسو نړیوال وجهي صندوق د نوي اعتباري اسانتیا له پرواګرم سره د حکومت یوه ژمنه بولي او ټاکل شوې دغه دوه بانکونه لږترلږه د ۲۰۲۱ میلادي کال تر نیمايي پورې سره مدغم شي.

د مالیې وزارت ویاند د دغې پوښتنې په ځواب کې چې «له افغان ملي بانک سره د نوي کابل بانک له یوځای کېدو وروسته به د کابل بانک د پورونو او کارکوونکو برخلیک څه کېږي؟» جزیات ور نه کړل، خو وايي چې د سېسټمونو، بشري سرچینو او د بشري سرچینو د نوي چوکاټ له ارزونې وروسته به هغه بانک چې د دغو دوو له ادغام نه جوړېږي، د کارکوونکو د برخلیک په اړه به یې پرېکړه وکړي.

کابل بانک په ۲۰۰۴ میلادي کال کې جوړ شو، خو له شپږکلن فعالیت وروسته له بحران سره مخامخ شو او د افغانستان بانک یې په ۲۰۱۰ کې مدیریت پر غاړه واخیست او نوم یې هم له «کابل بانک» نه په «نوي کابل بانک» بدل کړ.

هغه څه چې په دې موده کې نوی کابل بانک له نوي مدیریت سره پر پښو درېدو ته پرېنښود، ډېر پورونه او د تمې خلاف دیوالي کېدل یې و.

د «نوي کابل بانک» نوي مدیریت د ۹ کلونو په تېرېدو سره پرېکړه کړې چې دغه بانک له افغان ملي بانک سره مدغم کړي. د مالیې وزارت مسوولان د دغه اقدام دلیل د دولتي بانکونو کاري اغېزمنتیا یادوي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د نوي کابل بانک او افغان ملي بانک د مسوولانو نظرونه هم واخلو، خو هغوی په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام