کوردر پُل، هغه پُل چې نورستان او کونړ سره نښلوي او له همدې لارې خلک نورستان ته دننه کېږي؛ خو دا لار له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د مسافرو پر مخ تړلې ده.
دغلته هره ورځ ګڼ موټر کتارونو کې په تمه ولاړ وي چې ګنې نورستان ته به لاړ شي؛ خو ګمارل شوي سرتېري اجازه نه ورکوي او دغه ولایت ته د خلکو په ورتګ کلک بندیز دی.
نورستان ته د ورتلو لارې وروسته له هغې وتړل شوې چې هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو اندېښنې ډېرې او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په لوړېدو شو.
اوس مهال د هېواد ډېری ښارونه بند دي، کارونه ټکني شوي او تګراتګ کې ستونزې دي؛ خو د هېواد یوه ښېرازه او غرنۍ سیمه له کورونا امان کې ده او خلک یې عادي او غرنی ژوند لري.
نورستان؛ هغه ولایت چې تراوسه په کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، د لارو تړل، د ځايي ادارې ټینګ عزم او د خلکو همکاري لامل شوې چې دغه ولایت تراوسه د کورونا ويروس کوم ناروغ نه لري.
والي حافظ عبدالقیوم وايي، ټول ولایت کې د کورونا په اړه عامه پوهاوی روان دی او ان ډېرو لوړو غرنیو سیمو کې هم خلک خبر دي چې له کورونا څنګه ځان وساتي.
د حکومت مرکزي ادارې د نورو ولایتونو په څېر نورستان ته هم شل میلیونه افغانۍ کورونا سره د مبارزې لپاره ځانګړي کړي؛ خو مسوولان وايي، که چېرې دغه ولایت کې د کورونا پېښه ثبت نه شي، ځانګړې شوې پیسې به بېرته حکومت ته ورکړي.
د نورستان جغرافیايي موقعیت ته په کتو، دغلته لرې او پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي کول ستونزمن کار دی؛ خو چارواکي وايي، ټولو ولسوالیو او کلیو کې یې د عامه پوهاوي ټیمونه کار کوي، څو خلکو ته د کورونا ویروس په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ هغوی د مخنیوي پر لارو چارو وپوهوي.
د نورستان اوسېدونکي د کورونا ناروغۍ مخنیوي برخه کې د ولایتي ادارې له خوا نیول شوي تدابیر او جدیت ستايي.
خو اندېښنې دا دي، که چېرې کرونا ویروس نورستان ته ورسېږي؛ نو د دې ولایت پېچلي جغرافیايي موقعیت او روغتيايي برخه کې د امکاناتو کمي ته په پام وېره شته چې دغلته به د یادې ساري وبا مخنیوی ستونزمن او د زیان کچه به يې لوړه وي.