یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه د بټيکوټ ولسوالۍ په دویم فارم سیمه کې د «۰۲» ځانګړې قطعې له لوري عملیات شوي، چې په ترڅ کې یې د وسلهوالو طالبانو او یادې قطعې تر منځ نښته شوېده.
سرچینه زیاتوي، چې د مقاومت په ترڅ کې په دویم فارم سیمه کې دوې مېرمنې او یو نارینه وژل شوي او ۱۳ ملکي وګړي ټپیان شويدي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی د یادې پېښې پخلی کوي؛ خو په دې اړه ډېر معلومات نه ورکوي.
هغه وايي، بټيکوټ ولسوالۍ کې «۰۲» ځانګړې قطعې پر وسلهوالو طالبانو ځانګړي عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د طالبان د یو وتلي قوماندان بهرام په ګډون یو شمېر وسلهوال طالبان وژل شوي او ځېنې نور ټپیان شوي؛ خو کره شمېره یې لا نهده معلومه.
د ننګرهار د حوزوي روغتون رییس ډاکټر احسانالله شینواری وايي، له یادې پېښې روغتون ته ۱۲ ټپیان ور وړل شوي، چې درې لویان او پاتې نور ماشومان دي.
ډاکټر احسانالله شینواری زیاتوي، چې د ټپيانو روغتیايي حالت تر دې دمه ښه دی.
وسلهوالو طالبانو لا تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.