ننګرهار کې هغه ټېلر موټر نیول شوی چې له پاکستانه پهکې دې ولایت ته ۱۰ ټنه امونیم نایټریټ سره راوړل شوېوه
د ننګرهار چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو په ځانګړیو عملیاتو کې هغه ټېلر موټر نیولی چې له پاکستانه پهکې دې ولایت ته ۱۰زره کیلوګرامه امونیم نایټریټ سره راوړل شوېوه.
دا سره د ماینونو په جوړولو کې کارېږي چې حکومت یې په پیر و پلور بندیز لګولی دی.
دغه ټېلر موټر نن سهار د ننګرهار په ملي امنیت ریاست کې د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وښودل شو.
دا کیمیاوي سره په ډېر مهارت د پاکستانیو چراټ سيمېنټو په بوجیو کې بنده شوېوه.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل خبري غونډې پر مهال وویل، دغه ټېلر موټر د تورخم ـ جلالاباد پر لویه لار د روداتو اړوند سیمه کې له یو بل سراچه ډول موټر او درېیوو کسانو سره یو ځای نیول شوی.
والي زیاته کړه، د ملي امنیت ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم بندر کې ۱۰ میله تومانچې او شل شاژورونه له یو کس سره لاس په لاس نیولي چې له پاکستانه یې دې غاړې ته را اړولي وو.
والي میاخېل دغه راز وویل، د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو پر مهال د سرهرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوان مرمۍ، مومندره کې ۱۰ کیلوچرس، جلالاباد ښار کې یو کس د غلا او بل هم داعش سره د اړیکو په تور او پچیراګام ولسوالۍ کې یو کس د لاسي بمونو او ګڼ شمېر مرمیو سره یو ځای نیولي.
ښاغلي میاخېل دا هم وویل چې د جلالاباد ښار په یوې پلازه کې د قتل په تور دوه کسه هم نیولی شوي چې اوس ترې پوښتنې ـ ګروېږنې روانې دي.
لهدې مخکې هم ننګرهار کې د نشهيي او چاودېدونکیو توکیو او وسلو تر څنګ یو شمېر وسلهوال او وسلهوالو ډلو سره د اړیکو په تور ځېنې کسان نیول شويوو.