له اداري فساد سره د افغانستان د مبارزې شبکې "AACN" مسوولین وايي، د دولت وسله والو مخالفینو او زورواکو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د سپینو تیږو کان له استخراج څخه ۴۶ میلیونه ډالر عواید تر لاسه کړي دي.
دوی دغه ډول حالت اندېښمنونکی ګڼي او وايي، چې که حکومت د هېواد په کانونو حاکمیت پیدا نه کړي؛ ناامني به لا زیاته او حکومتولي به زیانمنه کړي.
د دې شبکې غړي صفی الله پوپل نن ( د فبرورۍ په ۱) خبري غونډه کې وویل، په ۳۴ ولایتونو کې د کانونو ناقانونه استخرا په اړه د دوی څېړنه ښيي، چې د ورځې له ننګرهار څخه ۵۰۰ لارۍ، چې شاوخوا ۲۲ زره او ۵۰۰ ټنه سپینه تیږه جوړوي ګاونډیو او اروپايي هېوادونو ته قاچاقیږي.
د دې شبکې بل غړي ذبیح الله وردګ وايي، چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د کانونو مافیا د ننګرهار پخواني والي په مرسته د ۱۰۰ زرو ټنو سپینو تیږو لېږد جواز اخیستی و؛ خو شاوخوا ۷۵۰ زره ټنه سپینه تیږه یې په ناقانونه ډول اسختراج کړې، پاکستان او اروپایي هېوادونو ته یې لېږدولې ده.
خو د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندوزي په دې ولایت کې په ناقانونه توګه د سپینې تیږې استخراج کې خپل لاس لرل رد کړل او ویې ویل، چې د دې تیږو د استخراج جواز د کانونو او پټرولیم وزارت ورکړی و.
دی وايي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د تالک اتحادیې ته د یو لک ټڼو سپینې ټیږي د ویستلو امر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال له نشه یي توکو سربېره په ناقانونه توګه د کانونو استخراج او بهرنیو هېوادونو ته د قیمتي ډبرو قاچاق طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته په سترو مالي سرچینو بدل شوي دي.
له اداري فساد سره د مبارزې شبکې د چارواکو پر وینا د دولت وسله والو مخالفینو ترڅنګ په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي او په حکومت کې ځینې ځواکمنې کړۍ هم په ناقانونه توګه د کانونو په استخراج او د قیمتي ډبرو په قاچاق کې لاس لري.
ومو غوښتل په دې اړه د کانونو او پټرولیم وزارت نظر هم ولرو، خو د پرلاپسې اړیکو له نیولو سره، سره مسوولینو اړیکه ځواب نه کړه.
له اداري فساد سره د افغانستان د مبارزې شبکې "AACN" د موندنو له مخې وسله وال مخالفین او زورواکي په بدخشان، خوست، لوګر، پنجشیر، سمنګان او رودګو ولایتونو کې د کانونو په استخراج کې لاس لري او په یو ډول له دې کانونو عواید تر لاسه کوي.