د افغان کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل د چارشنې پر سهار جلال اباد کې د کرکټ د لوی لوبغالي د جوړېدو د پیل په مراسمو کې رسنیو ته وویل، یاد ولایت او په ټوله کې ختیځه سیمه کې د کرکټ سره د ځوانانو د بېکچې مینې له امله پتېیلې، چې دغه لوبغالی جوړ کړي.
د ده پر وینا، دا به نه یوازې د هېواد، بلکې د سیمې په کچه یو نړیوال لوبغاړی وي.
د مشعل په خبره، پهدې لوبغالي ټولټال ۲ نیم میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي، چې د دوو کالو په موده کې به جوړ شي.
هغه همدارنګه وویل، چې نوی جوړېدونکی لوبغالی په درېیوو کتګوریو کې جوړېږي، چې هرې برخې ته یې جلا ـ جلا بودیجه ځانګړې شوېده.
د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل زیاته کړه، چې ادارې یې د دغه لوبغالي د جوړېدو د لومړۍ برخې لهپاره ۷ سوه زره امریکايي ډالر بودیجه لري، چې د لوبغالي پر چهاردېوالۍ او د ځمکې پر هوارولو ولګول شي.
نوموړي دا هم وویل، چې د لوبغالي تر څنګ په ټولو معیارونو برابر مسلکي روزنځای (اکاډومي) هم جوړوي.
په همدې حال کې ننګرهار والي ګلاب منګل ژمنه وکړه، چې د کرکټ بورډ ادارې سره د دغه لوبغالي په جوړولو کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.
اوس مهال ننګرهار کې پر یو شمېر کوچنیو او خصوصي لوبغالو سربېره د هېواد په کچه یو بل هغه هم شته، چې نوی جوړېدونکی لوبغالی یې دویم هغه کېږي.
لهدې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د کرکټ لهپاره لوبغالي جوړ شوي، چې د کار د خرابوالي او په مرور د وخت سره د زیانمنېدلو وروسته یې راپورونه رسنیز شويدي. د کرکټ بورډ مشرتابه بیا په ننګرهار کې ژمنه وکړه، چې په هېواد کې د ټولو جوړو شویو لوبغالو کمۍ او ستونزې هواروي او خرابې شوې برخې یې بېرته جوړې کړي.