عصمت شینواري افغان فوټبال ملي لوبډله له ماتې وژغورله

د افغانستان او بنګله دېش فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د فوټبال نړېواله دوستانه لوبه نن په (ډهاکه) فوټبال نړېوال لوبغالي کې په مساوي توګه پاې ته ورسېده.

د سیالۍ په دویمه نیمایي کې لوبغالي ته د افغانستان له پاره د عصمت شینواري را ننوتل د دغه هېواد له پاره د ماتې ژغورل ثابت شول چې دغه لوبغاړي د لوبې په اضافه وخت وروستۍ ۹۴ مه دقیقه کې تاریخي ګول ترسره کړ.

په دې ګول سره د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د قانوني ټاکلي وخت وروسته په یوه یوه ګول برابره پاې ته ورسېده.

له دې وړاندې کوربه بنګله دیشۍ فوټبال لوبډلې په باراني ورځ د افغانستان خلاف د لوبې لومړۍ نیمایي په څلورمه دقیقه کې ګول ترسره کړی وو، چې د دویمې نیمایي تر وروستیو شېبو یې وساته.

د افغانستان له پاره په نننۍ لوبه کې فردین کوهستاني په ګول ساتنه کې، کنشکا طاهر، کپتان جلال الدین شریعتیار، ضمیرداوودي او سباوون قیومي په دفاع کې، ارش هاتفي او اباسین علي خېل په منځنۍ لیکه کې، سنجراحمدي، شبیر یوسفي او مدثرذکریا په منځنۍ دفاعي لیکه کې او فیصل شایسته په برید لیکه کې لوبه ترسره کړه.

د جمعې په ورځ افغانستان له لاووس فوټبال ملي لوبډلې سره هم  یوه دوستانه سیالۍ ترسره کړه، چې په کې افغانستان د فېصل شایسته او شبیرد ګولونو په مټ کوربه لوبډلې ته دوه پر وړاندې د صفر ماتې ورکړې وه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چې د لاووس او بنګله دېش خلاف برابرې شوې دوستانه نړېوالې فوټبال سیالۍ د فوټبال نړېوال جام اسیایي ټاکنیزپړاو سیالیو ته د افغان لوبډلې ښه تیاری دی.

ټاکل شوې ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډله به د جون میاشتې په ۱۱ مه نېټه له سوریه، کمبودیا، جاپان او سنګاپور فوټبال ملي لوبډلو سره د روسیې په کوربتوب فوټبال نړېوال جام سیالیو ته د لارې پېدا کولو په موخه د اسیا په لومړي پړاو ټاکنیز پړاو لوبو لړۍ پېل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام