نریندرا مودي: له افغانستان سره اوږه په اوږه مزل کوو

هندي چارواکیو پتېیلې ده، چې له افغانستان سره اوږه په اوږه مزل وکړي.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي افغان ولسمشر اشرف غني سره په یوه خبره ناسته کې وویل، چې هند، افغانستان په سیمه ییز او نړیوال ارزښت لرونکي ماموریت کې یواځې نه پرېږدي.

د هند لومړي وزیر افغان ولسمشر ته وویل، چې د افغانستان او هند اړیکي د حکومتونو ترمنځ نه، بلکې د دواړو هېوادونو د خلکو د زړونو تر منځ اړیکې دي.

مودي په ناسته کې خپلې همېشنۍ مرستې ته په اشارې سره وویل، چې د هند مرستې به له افغانستان سره یواځې د بدلون تر لسیزې پورې محدودې نه وي.
د مودي په خبره، هېواد یې له افغانستان سره پر امنیتي مرستو سربېره د افغانستان د هوساینې له پاره په اقتصادي برخو کې هم مرستې وکړي.

افغان ولسشمر غني له مودې سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، سږ کال د افغانستان له پاره له ګواښونو ډک او سخت کال دی.

غني زیاته کړه، چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو له سخت ګواښ سره مخ دی او ترهګر غواړي، چې پر افغانستان خپل تمرکز زیات کړي.

افغان ولسمشر د خپلو د خبرو په لړ کې د هند لومړي وزیر ته افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړه.

ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به د منځنۍ اسیا، هند، ایران او افغانستان ترمنځ د سوداکریزو لارو او مرستو په هوکړه لیک خبرې وشي.

خپاره شوي راپورنه وايي، چې د اشرف غني او مودي ترمنځ ځانګړې اجنډا افغانستان ته د مډرنو وسلو ورکول دي.

افغان ولسمشر غني د هندي چارواکو سره د زده کوونکو په بور سونو او په نظامي برخه، له طالبانو سره د خبرو اترو په اړخونو هم خبرې کړې دي.

 هند ته د ولسمشر غني په دغه درې ورځني سفر کې د هند او افغانستان ترمنځ په پلان کې نیول شوې، چې د سوداګرۍ پراخوالی او معاصرو اړتیاوو ته په کتو په نویو تړونونو هم خبرې وشي.

مودي له غني سره ژمنه وکړه، چې د هند حکومت به له افغانستان سره د کرنې، بېخبېا، د انساني ځواک په پیاوړتیا او نور ټولنیزو پروژو د پراختیا په برخه کې مرستې وکړي.

د یادولو وړ ده چې دا د ولسمشر غني لومړي سفر دی، چې هند ته ځي او هلته د دغه هېواد له لومړي وزیر سره په بېلا بېلو برخو کې خبرې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام