افغانستان نن په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې هانک کانګ کرکټ ملي لوبډلې ته په اسانۍ سره ماته ورکړه.
هانک کانګ کرکټ ملي لوبډله د افغانستان له خوا د ۱۷۹ منډو په ځواب کی په ۱۱۲ منډو وسوځېدله.
افغانستان په ۶۶ منډو بریا سره نه یوازې بریا او ۲ نور امتیازونه ترلاسه کړل؛ ترڅنګ یې د ۱۲۸ منډو پر وړاندې د هانک کانګ په سوځولو سره د ګډونوالو لوبډلو په کتار کې په ۴ امتیازونو او ښه (رن رېټ) سره د عربي اماراتو لوبډله شاته کړه او لومړي مقام ته یې ځان ورسولو.
افغان لوبډلې لومړی د نجیب الله ځدران د ۶۰ او کپټان اصغرستانکزي په ۴۹ منډو په واسطه په پوره ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۸ منډې جوړې کړې.
په ځوابي لوبه کې هانک کانګ که څه هم په پیل کې بهترینه لوبه وکړه، خو د نبي عیسی خېل د توپ اچونې ځواب ورسره نه و.
د افغانستان له پاره نبي عیسی خېل د نړیوال کرکټ بهترینه توپ اچونه وکړه، چې په ۴ اورونو کې یې د ۱۷ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي وسوځول.
دغه راز راشد ارمان او دولت ځدران ۲-۲ خو شاپور ځدران بیا یوه وېکټ ترلاسه کړه، او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوبولو.
افغان ال راونډر محمد نبي عیسی خېل، چې په توپوهنه کې یوازې په ۱ منډه سوځېدلی و؛ په بهترینه بالینګ د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د یادونې ده، چې د روان ټاکنیزپړاو په وروستۍ لوبه کې به عربي امارات نن شپه له عمان کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
افغانستان دعمان په بریا سره کولای شي، چی د پاکستان، هندوستان، سریلانکا او بنګله دېش پر خلاف د لومړي پړاو ایشیا کپ سیالیو مهم پړاو ته لاره پیدا کړي.
افغانستان په روان جام کې تراوسه ۳ لوبې کړې دي، چې لومړۍ لوبه یې عربي اماراتو ته د ۱۶ منډو په توپیر وبایلله، خو دویمې هغې کې یې بیا عمان لوبډلې ته په ۳ وېکټو ماته ورکړه.