نبیل له طالبانو او حقاني شبکې د ISI د ملاتړ اسناد خپاره کړي

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، چې د پاکستان دولت په نړۍ کې د ترهګرو ستر ملاتړ کوونکی دی او زیاتوي، دغه هېواد په سیستماتیک، همغږي او په ستراتیژیک ډول له نړیوالو ترهګرو ملاتړ کوي.

نبیل د ځېنو خپرو شویو اسنادو له مخې ویلي، چې د ټولو ترهګرو او سخت دریځو افراطیانو جړې په پاکستان کې دي او په دې هېواد کې ۵۱ ترهګریزې ډلې فعالیت کوي کوم، چې له دیني مدرسو د ویجاړیو له پاره خلک ګوماري.
رحمت الله نبیل د وړاندې شویو اسنادو پر بنسټ ویلي، چې د پاکستان څارګره اداره د طالبانو او القاعدې سره تړلې حقاني شبکې له غړو سره د وسلو، پیسو او پټن ځایونو په برابرولو کې نیغ په نیغه مرسته کوي.

دی وايي، خپاره شوي اسناد د پاکستان استخباراتو رسمي مکتوبونه دي، چې په دې اسنادو کې له طالبانو او حقاني شبکې سره د پاکستان د استخباراتو مرسته او د دوی د بریدونو په اړه معلومات ښکاره کوي.

د افغانستان د استخباراتو پخوانی رییس وايي، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د کار له لومړۍ ورځې، په پاکستان باور وکړ او دوی هیله لرله، چې له پاکستان سره به د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي؛ په دې موخه یې له دې هېواد سره خبرې پیل کړې.

نوموړی زیاتوي، چې ولسمشر د ۲۰۱۴ کال د نومبر په میاشت کې په خپله لومړني بهرني سفر پاکستان ته ولاړ او هلته یې له پاکستانيو چارواکو په ځانګړي ډول د پوځ له لوی درستیز سره خبرې وکړې.

نبیل وايي، د ملي یووالي حکومت مشرانو او سلاکارانو د پاکستان حکومت له مشرانو، نظامي جنرالانو او د څارګرې ادارې له مشرانو سره یې د پردې ترشا خبرې وکړې.

جنرال نبیل زیاتوي، د افغان حکومت مشرانو د افغانستان د استخباراتي ادارو د اسنادو پر ځای د پاکستان مکر جنو نظامیانو ته ارزښت ورکړ او د "ملي یووالي حکومت په څو برخو کې په یو اړخیزه ډول د ملي ګټو خلاف د دغو غیرو رڼو مجلسونو په نتیجه کې پاکستان ته امتیازات ورکړل، بې له دې چې له دې هېواده د افغانستان له پاره امتیاز واخلي."

د ملي امنیت پخواني رییس لیکلي، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف د یوې اونۍ د سفر په موده کې د امریکا باور ترلاسه کړ، چې دوی د ترهګرۍ د نابودلو په برخه کې ژمن دي.

دی زیاتوي، دغه سفر د دې لامل شو، چې امریکا اعلان وکړ، طالبان د دوی له پاره جدي ګواښ نه ګڼل کېږي او په سرحدي سیمو کې به په طالبانو د بې پېلوټه الوتکې بریدونه را کم کړي.

نبیل وايي، د ملاعمر د مړینې له تایید سره سم امریکا د لومړي ځل له پاره وویل، چې طالبان د پاکستان له خاورې اداره کېږي، خو بیا هم پاکستان خپل دوه ګوني سیاست ته دوام ورکړ.

نبیل په پاکستان کې د ترهګرو د ځپلو په اړه لیکلي، امریکا په دې باور وه، چې د پاکستان به د ضرب عضب په عملیاتو کې د حقاني شبکه او بهرني ترهګر په شمالي وزیرستان کې وځپي، خو پاکستان په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ تر ټاکنو شپږ ورځې مخکې پرته له هېڅ ډول مخکینۍ خبرتیا په یو اړخېز ډول په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات پیل کړل چې هدف یې په افغانستان کې د وضعیت خرابول وو او زیات شمېر ترهګر یې په همدې موکه افغانستان ته را دننه کړل.

دی زیاتوي، سره له دې چې پاکستان امریکایانو ته ژمنه ورکړې وه، چې د ضرب عضب په عملیاتو کې به د حقاني شبکه وځپي، خو دوی یوازې د پاکستان حکومت خلاف ډلې وځپلې.

رحمت الله نبیل سپارښتنه کړې، چې حکومت او افغان سیاسیون له رامنځته شوي وضعیت او پر پاکستان د سیاسي فشارونو له دې موقعې ګټه پورته کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام