نبي د ” آې، پي، ایل ” بولۍ ته ورخطا او راشد بیا ویده و

د کرکټ ملي لوبډلې مشهور ال راونډر نبي عیسی‌خیل ومنله، چې د سږ کال " آې، پي، ایل " سیالۍ د لوبغاړو بولۍ ته ورخطا شوی و، خو راشد ارمان بیا ننګرهار کې د کورنۍ له‌خوا په ټیلیفون راویښ کړای شو.

نبي عیسی‌خیل کرکټ بورډ سره په ویډیو مرکه کې ویلي، زمبابوې کې د افغانستان په پرتله وروسته سهار کیږي، سهار وختي و، چې د سهار د لمونځ وروسته ټول افغان لوبغاړي بولۍ ته په انتظار وو.

نبي عیسی‌خیل وویل، چې په خپله کوټه کې تلویزیون ته کیناست ترڅو د بولۍ ننداره وکړي او په‌دې انتظار و، چې کله به یې نوم مخې ته راځي، خو کله چې کپتان اصغرستانکزی وا نه‌خیستل شو نو ډير پری خفه شو.

عیسی‌خیل زیاته کړه، د اصغرد نه اخیستلو وروسته یې زړه ډیر درزیده، چې څه به کیږي، کومه لوبډله به یې واخلي او که نه؟ خو پر وینا يې خوشحاله په دې دی، چې سن رایزرز حیدراباد لوبډلې واخیست.

د نوموړي په وینا، پیسې مهمې نه‌دي، بلکې یواځینې هدف یې دا و، چې د پاکستان سوپرلیګ او بنګله دیش پریمیر لیګ سیالیو وروسته د هندوستان په سترو سوداګریزو " آې، پي، ایل " سیالیو کې ولوبیږي او په ښه توګه هلته هم د افغانستان استازیتوب  او له هرچانس څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان نوم روښانه کړي.

د نوموړي په وینا، له راشد ارمان سره په ګډه د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې ته غوره کیدل نه یواځې دوی ته، بلکې د افغانستان کرکټ او مینه‌والو ته هم د خوشحالۍ ډکه ورځ ده.

نبي عیسی‌خیل له سن رایزرز حیدراباد لوبډلې هم مننه وکړه، چې په افغان لوبغاړو یې باور وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې ښې لوبې به ترسره کړي.

افغان ال راونډر زیاته کړه، له افغان کرکټ ملي لوبډلی ترڅنګ دبنګله دیش په پریمیر لیګ کې د شوي کارکردګۍ له مخې په‌دې باوري و، چې په " آې، پي، ایل " کې به هم د لوبېدو چانس ترلاسه کوي.

نبي عیسی‌خیل دغه راز کریک انفو سره په مرکه کې ویلي، کله چې د حیدراباد لوبډلی له‌خوا واخیستل شو نو د خوشحالۍ څخه یې اوښکې سترګو ته راغلې، چې په " آې، پي، ایل " کې يې دلوبیدو خوب ریښتیا شو.

دغه راز ځوان ۱۸ کلن راشد ارمان بیا کریک انفو سره په مرکه کی ویلي، ویده وو چې مور او پلار یې په ننګرهار کې په خپل کور کې د تلویزون په پرده دده د نوبت انتظار کاوه.

د نوموړي په وینا، کورنۍ ورته ټیلیفون وکړ، چې پاڅي او وګوري چې په بولۍ کې یی نوبت رارسیدلی دی او د هغې وروسته یې تلویزیون چالان کړ.

افغان راشد خان ارمان ویلي، دا چې د دفاعي اتلې سن رایزرز لوبډلې له‌خوا واخیستل شو، نو ډير خوشحاله احساساتي او دغه راز حیران هم دی.

د ګوګلي بالر په وینا، هیڅ باور یې نه‌راځي، دا ټولۍ خوشحالۍ دده په مسلکي کرکټ ژوند کې ډيری په چټکۍ سره مخې ته راغلي.

دیادونی وړ ده، چې نبي عیسی‌خیل د افغانستان د کرکټ تاریخ یواځنی لوبغاړی دی، چې تراوسه د افغانستان کرکټ ملي او انګلستاني "ایم، سي، سي" کرکټ کلب ترڅنګ د بنګله‌دیش او پاکستان په سوداګریزو کرکټ سیالیو کې لوبیدلی او ښه ځلیدلی دی او د لومړي ځل له‌پاره به د نړیوال کرکټ او بنګله‌دیش پریمیرلیګ سیالیو تجربه لرونکي ۱۸ کلن ځوان ګوګلي بالر راشد ارمان سره یوځای د هندوستان په سترو لسم پړاو " آې، پي، ایل " سیالیو کې د لوبېدو ارمان هم پوره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام