نبيل: د امنيت لا خرابېدو امکانات شته

د ملي امنيت عمومي رییس رحمت الله نبیل خبرداری ورکړ، چې په راتلونکو څو نورو ورځو کې له دې هم د هېواد په ځينو سيمو کې د امنيت د لا خرابېدو امکانات شته.

هغه چې په هېواد کې د وروستيو ناامنيو په باب د ولسي جرګې غړو له لوري استجواب شوی و زیاته کړه، چې د امنيت د ټېنګښت يواځنۍ لار د افغانانو په اتحاد کې ده او همدارنګه دوی د مخالفو وسله والو د راتلونکي بريدونو او ګواښونو د له منځه وړلو له پاره پوره چمتو والی لري.

رحمت الله نبیل وویل، چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش حضور دوی ته د اندېښنې وړ موضوع ده.

هغه د داعش فعالیتونو د مخنيوي په موخه د حکومت د پراخ پلان له جوړېدو خبر هم ورکړ.

د دې جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د کورنيو چارو وزیر، د ملي امنيت لوی رییس او لوی درستيز استجواب شوي وو، څو په دې وروستيو کې د ناامنيو د زياتېدو، برېښنيايي تذکرو د وېش د لړۍ ځنډولو او اړوندو ادارو کې د مقرريو په اړه د وکيلانو پوښتنې ځواب کړي.

نبیل دا هم وویل، چې له پاکستان سره استخباراتي تړون د خاکې په اړه به د امنيت شورا په راتلونکي غونډه کې بحث وشي.

د افغانستان د ملي امنيت رییس پر ملی شورا د اتوو ځانمرګو بريدګرو په اړه زیاته کړه، چې د دغې بريد په اړه اړوندو ادارو ته وار دمخه خبر ورکړل شوی وو.

د هغه په وينا، له دې وړاندې دې ته ورته، څو بريدونه شنډ شوي هم وو او څو ورځې وړاندې تردې برید یې څوکسان، چې غوښتل یې برید وکړي له وسلو او د ملي شورا له نقشې سره نیولي هم وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام