پېښه بیګا شپه د دې ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ په کږې بازار سیمه کې رامنځته شوې.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمداصف شینواري سلام وطندار ته وویل چې ناپېژاندي وسلهوال په کږې بازار کې د ملکیار هوتک په نوم لېسې ته ننوتلي او د درې ملازمانو سرونه یې غوڅ کړيدي. ښاغلی شینواری زیاتوي، وسلهوالو د لېسې اداره او ګدام هم سوځولي دي.
د پېښې مسوولیت تراوسه کوم ډلې پر غاړه نهدی اخېستی؛ خو پهدې سیمه کې داعش او طالبان فعال دي او تر دې مخکې یې خپلو کې جګړې هم کړېوې.