ناټو په افغانستان کې خپلې جګړه ییزې تګلارې کې بدلون راولي

د بلژیک ښار بروکسل د درېیو ورځو له پاره د ناټو غړیو ۴۵ هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې کوربه دی.

د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر په وینا، په دې غونډه کې به پر داعش وسله والې ډلې د بریدونو زیاتول او په ختیځه اروپا کې د روسیې د نفوذ مخنیوی په ځانګړي ډول په اوکراین کې د خبرو اترو اصلي محور وي.

کارټر د امریکا له سي، بي، سي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې ټاکل شوې ده، د ناټو رهبري په افغانستان اونورو هغو سیمو کې چې ځواکونه د ګوریلايي جنګونو سره مخ دي، خپلې جګړه ییزې تګلارې ته بدلون ورکړي.

دې ټلویزویون د امریکا د دفاع وزیر له قوله راپور ورکړی، چې ناټو سوریې ته د عربستان هېواد د ځواکونو له ورتګ نه هم اندېښنه لري، خو تر اوسه پورې دغه موضوع یو احتمالي انتخاب بولي.

د امریکا د دفاع وزیر وايي، چې د پخوا په پرتله اوس د ناټو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې پېچلې او پراخې شوي دي.

دی وايي، چې دغو ستونزو په ناټو باندې یرغل کړی دی.

د برېټانیا دفاع وزیر مایلک فالون وايي، چې پر داعش ډلې د بریدونو زیاتېدل په لیبیا کې د بریدونو د زیاتوالي په معنا دي.

نوموړي وویل، د لیبیا هېواد هم د داعش ډلې د نفوذ سره مخ دی.

فالون وايي، چې د لیبیا تازه تشکیل شوي دولت په غوښتنه دوی د دغه هېواد د اردو سره په ګډه همکارۍ د ۶ زره عملیاتو قوماندانۍ کولی شي.

په بروکسل کې د ناټو غړیو هېوادونو د اروپايي اتحادیې سره د سایبریا امنیت په نوم یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دغې هوکړې پربنسټ به د ناټو او اروپايي ټولنې تر منځ امنیتي اطلاعات په چټکۍ سره انتقالېږي.

د بروکسل غونډه تېر ورځ پیل شوه او تر سبا پورې به دوام وکړي.

دغه غونډه د ناټو غړیو هېوادونو له پارمهمه ده، ځکه چې په ورشو کې د ناټو کلنۍ غونډه له پاره بنسټ جوړوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام