ناټو او افغان ځواکونه د پروان سېلاب ځپليو ته مرستې رسوي

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د پروان ولایت له سېلاب ځپلیو سره د همدردۍ ښودلو ترڅنګ وايي، ناټو او افغان ځواکونه له هغو کورنیو سره مرستې کوي چې د سېلاب له کبله یې خپل ځان او مال له لاسه ورکړي دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر وايي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ناټو عادي ژوند ته د راګرځېدو لپاره له سېلاب ځپلیو سره مرستې کوي.

د نوموړي په وینا، افغان ځواکونه د ژغورنې او پاکولو د عملیاتو مشري او ناټو هم له بې‌ځایه شویو کورنیو سره د اوبو، ډوډۍ او روغتیايي کڅوړو مرسته کوي.

ناټو تر اوسه په دغه ولایت کې پر سلګونو کورنیو لومړنۍ مرستې وېشلې دي.

مېلر پروان ته د خپل سفر پر مهال د سېلاب ځپلیو د ژغورنې په برخه کې د دغه ولایت له خلکو مننه کړې او ویلي یې دي چې سېلاب ځپلي ستاسو خویندې او ورونه دي.

هغه د سولې راتلو لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې ستایلي او په وینا یې، طالبانو او نړۍ ته تل وايي چې تاوتریخوالی باید کم شي.

د پروان ولایت مرکز چاریکار د چهارشنبې په ورځ سهار دوه بجې سخت سېلاب لاندې کړ چې له کبله یې نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي او نږدې ۲۵۰ نور ټپیان دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت په وینا، په یاده پېښه کې لږترلږه ۱۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام