ناروې د سولې بین الافغاني مذاکراتو کوربه‌توب ته چمتووالی وښود

اجراييه ریاست وايي، د ناروې د بهرنيو  چارو وزارت مرستيال ورته ويلي چې د سولې په تړاو د بين‌الافغاني خبرو‌اترو کوربه‌توب ته چمتو دي.

له ياد ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله د ناروې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال اودن هالورسن سره ليدلنه کې ويلي چې سوله د افغانستان د حکومت لومړيتوب دی.

نوموړي د هېواد له ټولو سياسيونو غوښتي چې په دې برخه کې له فرصته پوره ګټه واخلي.

خبرپاڼه زياتوي، د ناروې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال چې د نن د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسليک کېږي راغلی او ويلي يې دي چې  هېواد يې د بين‌الافغاني مذاکراتو کوربه‌توب کوي.

اودن هالورسن، له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي، ټول مذاکره کوونکي لوري باید له بدلونونو سره په تدبیر برخورد وکړي او د سولې لاسته راغلیو فرصتونو نه ګډه استفاده وکړي.

ټاکل شوې د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او بیا ترې لس ورځې وروسته بين‌الافغاني مذاکرات پيل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام