مینه پال: ولسمشر غني به تاجکستان کې په دوه اړخیزو دایمي همکاریو خبرې وکړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په رسمي بلنه، نن سهار سه شنبې د (می پر ۱۰مه) د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر پلازمېنې  دوشنبې ته ولاړ.

د ولسمشرغني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، ولسمشر به تاجکستان ته په دې دوه ورځني سفر کې د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره په دوه اړخیزو دایمي همکاریو خبرې وکړي.

د ده په خبره، افغان ولسمشر او ورسره تللی پلاوی به په دې خبرې وکړي، چې په افغانستان او تاجکستان کې له موجودو اقتصادي فرصتونو څه ډول استفاده وکړي.

مینه پال همداراز وویل، د ولسمشر غني په مشری تللی پلاوی به د افغانستان او تاجکستان پر امنیتي حالت او په امنیتي برخه کې د همکاریو او په ټوله کې د سیمې د امنیتي وضعیت په ښه کولو خبرې وکړي.

د ده په وینا، د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ به د یو لړ همکاریو تړون هم لاسلیک شي او له دې سفر نه وروسته به اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا په نږدې راتلونکې کې د (کاسا ۱۰۰۰) پروژې پرانیسته وشي.

د مینه پال په نظر، افغان ولسمشر به په دې دوه ورځني رسمي سفر کې د تاجکستان له لومړي وزیر او همدارنګه د ولسي جرګې له رییس سره هم په جلا جلا کتنو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا او همکاریو په اړه غونډې وکړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني به د تاجکستان ملي پوهنتون کې استادانو او محصلانو ته وینا وکړي.

له افغان ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني، لوی څارنوال فرید حمیدي او د افغانستان د برېښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري ملګري دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام