موږ روڼ‌اندۍ ته اړتیا لرو

د «کارل پوپر» په خبره، ډیموکراسي سلبي ماهیت لري چې بې‌وړتیا رهبران بې‌صلاحیته شي. خو له بل لوري ټاکنې د ولسواکۍ یا ډیموکراسۍ هغه اصل دی چې په مدني لارو په مسوولانه ډول خپل سیاسي برخلیک ټاکي.

خو په افغانستان کې په ټاکنو کې د ټاکل شوي رهبر د بې‌صلاحیت‌ کولو ماهیت له پامه غورځول شوی‌دی.

البته ټوله ستونزه دا نه‌ده، ځکه چې په افغانستان کې بنسټیزه ستونزه پر ولسواکیو بهیرونو باندې د خلکو د باور نه‌شتوالی دی چې دا بیا خپله څو دلیلونه لري. په ټاکنو د خلکو بې‌باوري، د تېرو ټاکنو ناکمه او پاشلې تجربه، د ټاکنو په اړه د عامه‌پوهاوي او د سیاسي او ټولنیز وضعیت په څرګندولو کې د ذهنیت نه جوړېدل د دې برخې عمده دلایل دي.

سره له‌دې چې په تېرو کالونو کې د مدني بنسټونو له لارې هڅې شوې‌دي چې نسبت دغه بهیر ته د خلکو پوهاوی زیات کړي؛ خو د رای‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې په بهیر کې د خلکو کمه ونډه ښيي چې لا هم په ټاکنو کې د ګډون ارزښت په بشپړ ډول نه‌دی درک شوی.

د نوشاخ پراختیايي او همغږۍ موسېسه (NDCO) د دې تشې په درک کولو اوسمهال په بدخشان ولایت او څلورو ولسوالیو کې د نوم‌لیکنې او د ټاکنو په بهیر کې د خلکو ګډون په موخه کمپاین پيل کړی‌دی.

په بدخشان کې د نوشاخ موسېسې د کاري ډلې یو غړی او مدني فعال محمدحسین الهي وايي، دوی په‌دې کمپاین کې له یوې خوا خلکو ته د ولسواکۍ ارزښت او د ډیموکراتیکو بهیرونو په اړه خبرې کوي او بلې‌خوا په‌دې بهیرونو کې د ګډون څرنګوالي او له ډیموکراسۍ نه د ګټنې په اړه پوهاوی ورکوي. د ده په باور، موږ په‌دې عصر کې روڼ‌اندۍ ته جدي اړتیا لرو.

د دې کمپاین یوه بله غړې نسیمه وايي، په ټاکنو کې د نرانو په پرتله د ښځو ګډون کم دی. له‌دې کبله په‌دې کمپاین کې هڅه کېږي چې په ټاکنو کې د ښځو ګډون ارزښت په اړه هغوی ته ووايي چې ښځې په پراخ توګه په ټاکنو کې ونډه واخلي.

په بدخشان کې د نوشاخ موسېسې یو مسوول احمداقبال بهداد وايي، هغوی په څه باندې یونیم کال کې پر مدني زده‌کړو سربېره، د ښې حکومتولۍ او د ولسواکۍ خبرې اترې، د ټاکنو اړوند مسایل، ارزښت او پایلې یې او دغه‌ راز نور لازم موارد یې خلکو ته توضیح کړي دي؛ خو د نوم‌لیکنې ثبت بهیر سره د خلکو نه لېوالتیا لامل شوې چې دوی په‌دې برخه کې د یو کمپاین په لاره اچولو سره عامه‌پوهاوی وکړي. د ښاغلي بهداد په خبره، په‌داسې حالت کې اړتیا ده چې په زیاته کچه عامه‌پوهاوی او عامه‌اندونه روښانه شي او دې چارې ته به دوام ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام