مونیخ؛ سولې په تړاو د ناټو په ګډون د ګڼو هېوادونو ژمنې

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني پرون ناوخته د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډې کې په جلا جلا غونډو کې د ناټو سازمان سکرتر جنرال ینس سټولټنبرګ، د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې مېرمن فدریکا موګریني، د برتانیا د دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن، د قطرامیر اعلي‌حضرت شیخ تمیم بن‌حمد آل‌ثاني او په بهرنیو چارو کې د متحده عربي اماراتو د دولت وزیر ډاکټر انورمحمد قرقاش سره د سولې، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او ګڼو نور موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني او جنرال سټولټنبرګ د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې، د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې او په‌دې برخه کې د سیمې د هېوادونو د صادقانه رول په اړه بحث وکړ.

په‌دې کتنې کې د ناټو سازمان سکرتر جنرال وویل، ناټو سازمان او د هغه غړي او همکار هېوادونه له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ژمن دي.

ښاغلي ینس ستولتنبرګ په ټینګار سره وویل د افغان حکومت له رهبرۍ او مالکیت پرته سوله ناشونې ده.

په ورته مهال ښاغلي غني وویل، په نږدې راتلونکي کې به د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه او په هغې کې به د هېواد د ټولو ولایتونو استازي د سولې په اړه مفصل بحثونه وکړي.

د سولې مشورتي لویه جرګه، ټاکنې او د کابل پروسې غونډه

افغان ولسمشرغني او د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني پرون ماښام په مونیخ ښار کې د کابل پروسې د ناستې، د سولې مشورتي لویې جرګې، ټاکنو او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

اغلې موګریني وویل، اروپایي ټولنه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي او د سولې پروسې د توافقتنامې د تطبیق په هر پړاوو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. هغې زیاته کړه، اروپایي ټولنه د ټاکنو په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکاریو ته چمتو ده.

ښاغلي همکاریو ته د چمتووالي او له افغانستان سره د همکاریو په برخه کې د اروپایي ټولنې د همکاریو او رغنده رول مننه وکړه او په سیمه کې د سولې د تامین له‌پاره یې د اروپایي ټولنې رغنده رول ارزښتناک وبللو.

برتانیا د افغانستان سراتيژیک ملکری دی

 

محمداشرف غني د برتانیا د دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن سره د افغانستان او سیمې د امنیت د تامین او د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې په اړه بحث وکړ.

د برتانیې د دفاع وزیر وویل، هېواد به یې د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ پاتې شي او همدارنګه یې ښاغلي غني ته له افغانستان سره د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړ.

افغان ولسمشر له افغانستان سره د برتانیې د همکاریو قدرداني وکړه او ويې ویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ـ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لومړۍ کرښه کې قرار لري ـ د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات له‌پاره مبارزه کوي.

د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو لا پراختیا

 

افغان ولسمشر په‌دې کنفرانس کې د قطرامیر اعلي‌حضرت شیخ تمیم بن حمد آل‌ثاني سره د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه مفصلې خبرې وکړې.

ده هم د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ وکړ.

ولسمشر غني د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې نه د قطر د ملاتړ قدرداني وکړه او وې ویل، افغانان د ۴۰ کلن بحران د پای ته رسېدو په انتظار دي.

د افغان حکومت په رهبرۍ د سولې پروسې په باب همکاري

افغان ولسمشر اشرف غني بېګا مونیخ ښار کې په بهرنیو چارو کې د متحده عربي اماراتو د دولت وزیر ډاکټر انورمحمد قرقاش سره د افغانستان د سولې پروسې او په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد ګډې مبارزې په اړه نظریات تبادله کړل.

ښاغلي قرقاش وویل، هېواد یې د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي غني د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې نه د متحده عربي اماراتو د ملاتړ او مثبت رول مننه وکړه.

افغان ولسمشر تېره ورځ د مونیخ کنفرانس په څنډې کې د ترکیې له دفاع وزیر هلوسي اکار او د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف تر څنګ د افغانستان د سولې له‌پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم په ډېرو موضوعاتو خبرې کړې‌وې.

دا کنفرانس به سبا ورځ هم دوام ولري او ښايي ولسمشر غني په‌‌کې د ګڼو هېوادونو له لوړپوړیو چارواکیو سره د سولې، امنیت او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه وغږېږي.

ورته مطالب:

ناټو: تر اوسه له افغانستانه د وتلو پرېکړه نه‌ده شوې

«دا به له وخته مخکې وي چې د سولې تړون په اړه څه ووايو»

خلیلزاد: د سولې بین‌الافغاني خبرو پیلول بېړنی لومړیتوب دی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام