د ولسي جرګې غړي عبدالحفیظ منصور د یک شنبې په ورځ په کابل کې وویل، د افراطیت یو تازه فکري بهیر په افغانستان کې را پیل شوی، چې به اسانۍ سره خلک تکفیروي.
خو د منصور په وینا ښه مسلمان څوک نه تکفیروي.
دی زیاتوي، چې په هیڅ ځای او هیڅ وخت کې څوک د فاسق په نوم نه نوموي.
د ولسي جرګې دغه غړی وايي، د هیواد په ځېنو مسجدونو کې افراطیانو پټنځایونه جوړ کړي او د دولتي امکاناتو څخه په استفادې ځوانان ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي.
نوموړي زیاته کړه: " د ښه مسلمان جیب د کفر او فسق له ټاپو ډک نه وي، چې هر کله او هرچرته چې په هر چا یې زړه وغواړي ووايي کافر شوی یې او چې هر بل شخص وګوري ورته ووایي فاسق یې، دا د خبرو کولو اداب نه دي ښه مسلمان هغه دی چې په هغه څه چې باور هم لري بیا هم وايي، چې ممکن تېروتنه وي او چمتو وي چې هره نیکه خبره له چا واوري د حق پلوي وکړي. "
منصور زیاتوي، د خلکو په مینځ کې یو له کړکېچنو موضوعاتو څخه اختلافي مسایل دي، چې زیاتره وخت بحثونه په بدوخبرو او ان په ښنکځل کولو پای ته رسیږي، چې دا ډول طریقه د اسلام د دعوت اصل تر پښو لاندې کوي.
خو د حج او اوقافو وزارت اداري مرستیال داعي الحق عابد وایي، په اوسنیو شرایطو کې باید داسې بحثونه ونه شي، چې د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي او ټول جوماتونه ددغه وزارت تر نظر لاندې دی.
له دې سره سره منصور دیني عالمانو ته په خطاب کې وایي، له ټول مخکې د سختدریځې مخنوی دعالمانو کار دی او خبرداری ورکوي که دا ډول کړنو ته پام و نه شي، اسلام به نابودې خواته بوځي او دا د اسلام دوښمنانو کار دی.
حفیظ منصور تیره اونۍ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ویلې و، چې حکومت د ترهګرۍ سره په مبارزه کې سم عمل نه دی کړی.
هغه زیاته کړه، چې اوسمهال په پوهنتونو کې اسلامي ثقافت محصلین توندلارۍ ته هڅوي.