ملي امنیت په بدخشان کې د ترهګریزو فعالیتونو په تور د یوه جومات ملا امام نیولی

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست د فیض‌اباد په اوومه ناحیه کې د ترهګریزو فعالیتونو په تور د جومات یو ملا‌ امام نیولی دی.

د بدخشان د والي ویاند نېک‌محمد نظری سلام‌وطندار ته وویل، د درایم ولسوالي یوه اوسېدونکی مولوی نورالحی چې له څه مودې راهیسې یې د فیض‌اباد په اوومه ناحیه کې ملا امام و، له وسله‌والو طالبانو سره د اړیکو او لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

د بدخشان د والي ویاند وايي، د ملي امنیت ریاست مسوولانو، د یوه جومات دغه ملا امام د جګړې له دوو وسایلو سره نیولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام