ملي‌اردو ته د جلال‌اباد ښار سپارل کېدل

د جلال‌اباد ښار امنیتي مسوولیت داسې مهال ملي اردو ته سپارل کېږي چې تېرې یوې میاشت کې له کوچنیو پېښو پرته په لویو بریدونو او چاودنو کې له شپېتو ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوی‌دي.

په وژل شویو او ټپيانو کې ملکيان، پوځیان، د نادولتي موسېسو کارکوونکي، مېرمنې او ماشومان شامل دي.

همدا پرون د جلال‌اباد ښار درېیمې ناحیې کې د کډوالو پر ریاست شوي برید کې د دوو مېرمنو په ګډون ۱۵ کسان ووژل شول او همدومره نور ټپيان شول.

ننګرهارمېشتي پوځ ته د امنیت په سپارلو خوښ دي؛ خو وايي، تر هر څه مخکې باید د خپل‌سرو وسله‌والو ډلو او ځايي زورواکانو لاسونه لنډ شي. د دوی په وینا، د ننګرهار ناامني د څوو مافیايي کړیو په لاس کې ده، که هغوی وځپل شي؛ ننګرهار باثباته دی.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني د یو ویډیويي کنفرانس له لارې د ۲۰۱ سېلاب قول‌اردو او ننګرهار چارواکیو ته په ټینګار سره سپارښتنه کړې چې ننګرهار کې د سم‌سمکي راوستلو له‌پاره په ګډه کار وکړي او ملي‌اردو دې تر هغو د ښار امنیت وساتي چې  ځانګړې قطعې ځای پر ځای شوې نه‌وي.

ولسمشر غني همدا راز د ملکي ادارو سمې ساتنې په پار هدایت کړی او پرېکړه شوې چې ننګرهار کې د امنیت ټینګښت له‌پاره به ډېر ژر لنډمهالي، منځ‌مهالي او اوږدمهالي تدبیرونه اعلان شي.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي سلام وطندار ته وویل، حکومت د لنډې مودې له‌پاره د جلال‌اباد ښار امنیت ملي اردو ته سپارلی دی.

 د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، ملي‌اردو په ښار کې د پلټنو او ځېنو خاصو اقداماتو ـ چې د پلان له‌مخې ورکړل شوي- مسوول شوي او په وینا یې، ډېر ژر به د جلال‌اباد د امنیت د تامین په موخه نور اقدامات هم وشي.

چارواکي وایي، د جلال‌اباد ښار امنیت ساتنې په موخه د کورنیو چارو وزارت ځانګړې قطعه هم ځای پرځای کېږي.

وايي،  دا ځانګړې قطعه به په جلال‌اباد ښار کې له توپير پرته ځانګړې پلټنې وکړي.

په همدې حال کې ملګرو ملتو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ننګرهار کې پرونۍ او تر هغه مخکې بریدونه غندلي.

د چارو شنونکي باور لري، چې که ولایتي او امنیتي اداره چارې مدیریت نه او د سیمه ییزې زورواکۍ مخه ډب نه کړي، نو د ځواکونو په ادلون بدلون د حالاتو کابو کول به ناشوني وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام