په پاکستان کې ديني عالمان، ملایان او نور هغه وګړي، چې د طالبانو په لیکو پورې تړاو لري د ملاعمر د ځای ناستي په اړه به خپله پريکړه نن شنبه (اګست ۸) مه نېټه اعلان کړي.
له څو ورځو راهیسې دغه ډله د طالبانو د مشر د ټاکلو پر سر د دوی ترمنځ د اختلافاتو د حل په موخه هلې ځلې کوي.
د طالبانو ترمنځ اختلافات هغه وخت زور واخیست کله، چې د طالبانو پخواني مشر ملاعمر پرځای ملا اختر منصور د مشر په توګه اعلان شو.
د ملاعمر کورنۍ په ځانګړي توګه د هغه مشر زوی ملایعقوب د دغې پريکړې سره جدي مخالفت وښود او هغه يې د خپلو کسانو او ډلو له لوري ټاکل شوی کس وباله.
پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي، عبدالمنان نیازي چې اوسمهال د ملا محمد عمر د کورنۍ او د ملا اختر محمد منصور د مخالفانو ویندويي کوي، تېره ورځ وویل؛ د علماوو پلاوي له دوی سره خبرې وکړې او دوی د ملا اختر منصور سره هم ليدلي دي.
د پاکستان ایکسپریس تربیون ورځپاڼه لیکي، چې ملاعبدالمنان ورته ویلي، د ملایانو، روحانيونو او هغه نورو ډلو نننۍ پريکړه به د دواړو له خوا هم ومنل شي.
له بل لوري بیا د ملا عمر پخواني ویاند عبدالحی مطمین ويلي، چې د کوټې شورا اکثریتو غړو د منصور د مشرتابه ملاتړ کوي.
هغه زياته کړې، چې د نوي مشر یو شمېر مخالفت کوونکو د تېرو ۱۴ کلونو په مقاومت کې کوم خاص نقش نه درلود.
هغه یادې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلي، چې ملا عمر نه غوښتل د کورنۍ کوم غړی یې د طالبانو د چارو د مشري دروند مسؤلیت پر غاړه واخلي.
یاده دې وي، چې تېره ورځ ځينو پاکستاني خبريالانو، ليکوالانو او د چارو شنونکي سلام وطندار ته د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وویل، چې ملااختر منصور اوس د طالبانو نوی مشر ټاکل شوی او هغه غواړي په افغانستان کې نسبي ارامي له منځه یوسي.
د هغو په وينا، ملااختر منصور به د دوو راتلونکو میاشتو له پاره افغان حکومت ته د ځانمرګو، بمي او نورو بريدونو په وسيله خپل قدرت ثابت کړي.
د يادولو وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يواځې په کابل ښار کې درې چاودنې وشوې.
د کابل شاه شهيد سيمې چاودنه په تېرو ۱۳ کلونو کې بې ساری بلل شوی.
په دغه چاودنه کې، چې تېره شپه نږدې یوه بجه رامنځ ته شوه ۱۵ تنه و وژل شول او شاوخوا ۵۰۰ تنه ټپیان شوي دي.