معلولیت لرونکي کرکټ لوبغاړي، تش لاس هېواد ته ستانه شول

افغان معلولیت لرونکي کرکټ لوبډلې د پاکستان په سفر کې کوربه کرکټ لوبډلې سره ۵ نړېوالې ۲۰ اوریزې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې افغان معلولیت لرونکي کرکټ لوبغاړي د پاکستان په دې سفر کې ټولو ترسره شویو سیالیو کې پاکستانۍ لوبډلې څخه ماتې وخوړې او تش لاس د پیښور له لارې هېواد ته راستنه شول.

د پاکستان د معلولیت لرونکو کرکټ ویبپاڼې د معلوماتو له مخې افغانستان او پاکستان په دې سفر کې درې ۲۰ اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړې او په پایله کې درې واړه لوبې د پاکستان په ګټه تمامې شوې.

دغه راز د سیالیو په ترڅ کې دوې نړېوالې یو ورځنۍ کرکټ لوبې هم ترسره شوې، چې پکې پاکستانۍ لوبډلې بریاوې خپلی کړې.

د سیالیو په پای کې د افغانستان کرکټ معلولیت لرونکي کرکټ ملي لوبډلې مسول او روزونکي عبدالمنان مسعود پاکستاني رسنیو ته په خبرو کې د دغه کرکټ بورډ د میلمستیا او بلنې مننه وکړه.

افغانستان ته راستنیدو پر مهال مسعود له پاکستاني سپورټي مسولانو وغوښتل، چې په ځوابي سفر خپله پاکستانۍ معلولیت لرونکي لوبډله د سیالیو لپاره افغانستان ته راولیږي.

دا لومړی ځل و، چې افغانستان په یوه دوه اړخیزه نړېوال کرکټ سیالیو کې له پاکستانۍ معلولیت لرونکي کرکټ ملي لوبډلې سره ۵ نړیوالې سیالۍ ترسره کوي.

افغانستان او پاکستان معلولیت لرونکو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټولې سیالۍ د پاکستان په تر ټولو ناامنه کراچۍ ښار کې وشوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام