معترض نوماندان: د کابل رایې دې باطلې اعلان شي

یو شمېر معترض نوماندان د کابل ولایت د ټاکنو لومړنیو پایلو تر اعلان څو ساعته وروسته یادې پایلې رڼې نه بولي او د کابل ټاکنیزې حوزې د رایو باطلول غواړي.

د کابل یو معترض نوماند هارون معترف سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د پارلماني ټاکنو پایلې د پیسو په بدل کې اعلان شوې دي.

د نوموړي په وینا، معترضو نوماندانو ته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مخکینۍ پرېکړه د منلو ده او دوی هم غواړي چې د کابل ولایت ټولې رایې باطلې اعلان شي.

یو بل معترض نوماند دین‌محمد دروېشي وايي، د کابل ولایت ټاکنې له درغلیو ډکې وې، هغه کمېشنران او نوماندان چې درغلي یې کړې باید عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

پر ټاکنو د څار بنسټونه بیا د کابل ولایت د ټاکنو په اړه وېشلي نظرونه لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا بنسټ اجرایوي رییس یوسف رشید وايي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې وروستۍ نه‌دي او ښايي په وروستیو پایلو کې یې د پام وړ بدلونونه راشي.

خو د افغانستان د رڼو ټاکنو یا ټیفا بنسټ رییس نعیم ایوب‌زاده بیا په درې میاشتو کې د کابل د لومړنیو پایلو اعلان د ټاکنو کمېسیون لپاره یوه بریا یادوي.

د نوموړي په وینا، د دوی د موندنو له مخې د کابل په ګډون، د ۳۳ ولایتونو په ټاکنو کې ستونزې شته، خو دوی به یې په اړه اسناد او شواهد د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپاري او یاد کمېسیون هم مسوولیت لري چې عدالت تامین کړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبېح‌الله سادات له معترضو نوماندانو غواړي چې په ۴۸ ساعتونو کې خپل شکایتونه په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې ثبت کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له درې میاشتو ځنډو وروسته تېر پرون ماښام د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې ۳۳ کسان چې ۲۴ یې نارینه او ۹ ښځینه دي، د نورو په پرتله ډېرې رایې وړې وې او په لومړنیو پایلو کې بریالي اعلان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام