معترض نوماندان: حکومت دې د دوی د حق معلومولو له‌پاره ځانګړې محکمه جوړه کړي

وروسته له هغه ـ چې پرون د کابل ولایت ولسي جرګې ته د نوماندو وکیلانو وروستۍ پایلې اعلان شوې ـ ځېنې نوماندان چې نومونه یې په لومړني نوم‌لړ کې وو؛ خو په وروستي هغه کې یې نومونه نه‌شته؛ وایي چې د دوی په حق کې ظلم شوی‌دی او پر وړاندې یې چوپ نه پاتې کېږي.

د کابل له ولایته ولسي جرګې ته نوماند اجمل ګلاب منګل وایي چې ده په لومړي نوم‌لړ کې ۴۷۰۰ رایې لرلې؛ خو د ده د موکلینو له رایو سره سیاسي معامله شوې‌ده او دی د خپل حق د غوښتلو په پار کرار نه‌کېني.

دغه راز له کابله ولسي جرګې ته بل نوماند محمدضیا عظیمي شنوزاده وایي چې دی به هم د خپلو رایو پوښتنه وکړي.

له کابله ولسي جرګې ته نوماند ه سلیمه نېکبین هم وایي چې په لومړني نوم‌لړ کې یې ۱۳۵۲ رایې لرلې؛ خو په وروستي هغه کې یې د دې رایې زورواکیو ته ورکړې دي. دا په ورته وخت کې له حکومته غواړي چې د دوی د حق د معلومولو په پار دې دوی ته ځانګړې محکمه جوړه شي.

اغلې نېکبین په ورته وخت کې وايي، هڅه کوي چې په ټاکنو کې د درغلیو په اړه اسناد راټول کړي او له ولایتونو نه راغلیو معترضو نوماندو سره د زنبق څلور لارې په خېمه کې خپل اعتراض ته دوام ورکړي.

د پکتیکا له ولایته نومانده هیله وایي چې دوی د کوچیانو حوزې په ګډون له ۱۳ ولایتونو او ۱۵ نوماندې مېرمنې هغه مېرمنې د اعتراض په ډول راټولې شوې‌دي چې په لومړني نوم‌لړ کې یې نومونه اعلان شوي‌وو؛ خو په وروستي نوم‌لړ کې بیا د دوی پرځای هغه مېرمنې بریالۍ اعلان شوې‌دي چې یا زرواکې دي او یا د پيسو په‌واسطه له دوی مخکې شوې‌دي.

دوی په ورته وخت کې په یو غږ له حکومته د ځانګړې محکمې د جوړېدلو غوښتنه وکړه.

له نورستان له ولایته نومانده ظاهره فیضان وایي چې په لومړني نوم‌لړ کې یې ۱۶۰۰ رایې لرلې؛ خو په وروستي هغه کې یې حق بل چا ته ورکړل شوی‌دی.

دا او له هلمند ولایته نومانده نجلا فیضي د دوی له‌پاره د حکومت له لوري د ځانګړې محکمې د جوړېدلو غوښتنه کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي د حکومت له لوري د معترضو نوماندانو د حق د معلومولو په باب د ځانګړې محکمې د جوړېدلو په اړه وايي، معترض نوماندان دې خپل شکایتونه عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپاري چې هغوی ورته رسېدنه وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له‌دې مخکې په وار ـ وار سره په کابل او ځېنو نورو ولایتونو کې ولسي جرګې ته معترضو نوماندانو لاریونونو له لارې غوښتنه کړې‌وه چې تورې رایې دې له سپینو هغو بېلې شي او حق دې حقدار ته وسپارل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام