معترضانو په تخار کې د ټاکنیزو کمېسیونو دفترونه وتړل

د تخار یو شمېر معترضو نوماندانو او د هغوی پلویانو نن د یوه لاریون ترڅنګ، په دغه ولایت کې د ټاکنیزو کمېسیونو دروازې وتړلې.

د معترضانو په وینا، د دغه ولایت په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او کمېسیونونه دې ټولې کارول شوې رایې بیا وشمېري.

په همدې حال کې معترضو نوماندانو سیدجلیل سیدزاده او خیرمحمد تېمور چې د ټاکنو په لومړني نوملړ کې ناکام دي وايي، که غوښتنه یې و نه منل شي او حق حقدار ته و نه رسېږي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

معترض نوماندان ګواښ کوي، که په تخار کې کارول شوې رایې په بشپړه توګه بیا و نه شمېرل شي او دوی ته خپل حق و نه رسېږي، د والي د دفتر په ګډون به په‌دې ولایت کې د نورو دولتي ادارو دروازې هم وتړي.

بله‌خوا د ټاکنیزو کمېسیونو هېڅ چارواکی په‌دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه‌شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام