مصطفی ځاځي افغان فوټبال ملي لوبډله تاریخي بریا ته ورسوله

افغانستان د روسیي په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه لومړۍ تاریخي بریا ترلاسه کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چې ملي لوبډلې نن د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د مصطفی ځاځي د ۸۵ مې دقیقې ګول په واسطه کوربه کمبودیايۍ لوبډلې ته ۱-۰ په مقابل کې ماتې ورکړه.

په دې بریا سره افغانستان په پنځم (ای) ګروپ کې لومړی او ټول ۳ امتیازه وګټل.

دغه لوبه د کمبودیا په پلازمېنه (پنوم پن) المپیک لوبغالي کې د زرګونو نندارچیانو په موجودیت کې وشوه.

 دا لومړی ځل و، چې افغان فوټبال ملي لوبډله، د نړیوال جام سیالیو لپاره په ټاکنیز پړاو کې لوبه ګټي.

له دې وړاندې افغان لوبډلې لومړۍ لوبه په ایران کې ۰-۶ په مقابل کې سوریې نه ماتې خوړلې وه.

د فوټبال فدراسیون د چارواکو په وینا، چې افغان لوبډلې د کمبودیا د مینه والو له فشار سره – سره ښه لوبه وکړه، بال یې ډېر په ولکه کې و او د کمبودیا د لوبډلې د ګول دروازې پر لور یې پرلپسې بریدونه وکړل.

د کمبودیا خلاف سیالۍ کې عصمت شینواري د لوبې په دویمه نیمایي ۵۷ مه دقیقه کې زېړ کارت واخیست او بیا د روزونکي سلوان له خوا د لوبې په ۸۶ مه دقیقه کې د نورالله امیري لپاره له لوبې کینول شو.

د یادونې ده، چې عصمت شینواري تېره اونۍ په بنګله دېش کې د افغانستان لپاره د کوربه لوبډلې پر خلاف د برابرۍ ګول وهلی و.

ټاکل شوې ده، په روانو سیالیو کې به افغان لوبډله د سنبلې په ۱۷ مه نېټه له پیاوړې اسیایۍ لوبډلې جاپان سره د لوبې میدان ته راووځي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام