د مشرانو جرګې غړو د افغاني واده مراسمو د قانون ۲۳ ماده ییزه طرحه یا مسوده په اکثریتو رايو د ځينو تعديلاتو په راوړلو سره تایید کړه.
دغه مسوده په څلورو څپرکيو کې ترتیب شوې ده، چې پکې د افغاني محفلونو په ترسره کولو کې ځينې محدوديتونه وضع شوي دي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلميار سناتورانو ته د رايې په موخه دغه مسوده وړاندې کړه او د رايو په اکثريت سره د مشرانو جرګې د غړو له لوري تایید شوه.
د ودونو د ترسره کولو د قانون په طرحه کې ستر ټکي دا دي، چې په هوټلونو کې د سنتي، د فراغت، د حج څخه د راتلو، د ماشوم د نوم ښودنې، د کوژدې اوځینې نور مراسم بند دي.
همدارنګه د مشرانو جرګې له لوري په تایید شوي طرحه کې دا هم راغلي، چې د واده مراسم کېدای شي په هوټل کې ترسره شي، خو دغې مسلې ته شرط وضع شوی دی.
د حکومت له لوري په وضع شوي شرط کې راغلي، چې هيڅوک حق نه لري له ۳۰۰ څخه زيات مېلمانه را وغواړي.
وروسته بیا په ولسي جرګه کې د مېلمونو په شمېر کې ۱۰۰ کسه زيات شول او بيا مشرانو جرګې دغه شمېره ۵۰۰ تنو ته لوړه کړه.
د مشرانو جرګې غړی فېصل سمېع وویل، چې د واده د ګډونوالو شمېر فساد ته زمينه برابروي او ځينې مسولين به له دغې موضوع نه ناوړه ګټه واخلي.
د ودونو د قانون په طرحه کې راغلي، چی که کوم هوټل لرونکی د دې قانون خلاف کړنه ترسره کړي، نو له نقدي جریمې څخه ترهوټل بندولو پورې به ورته جزا ورکول کيږي.
د ودونو د مراسمو د قانون طرحه کله، چې ولسي جرګې تصویب کړه او مشرانو جرګې ته یې وړاندې کړه هغه مهال د کابل ښار یو شمېر د هوټلونو څښتنان د مشرانو جرګې د تقنين او قضایي چارو کمېسیون ته په دې شکایت سره ورغلي وو، چې باید په ودونو کې د مېلمنوشمېره لوړه شي او اړوند کمېسیون دا شمېره له ۴۰۰ څخه۵۰۰ کسانو ته لوړه کړه.
اخوا د مشرانو جرګې د تقنین اوقضایي چارو دکمېسیون مشرمحي الدین منصف وویل، چې دا کار د هوټل لرونکو په زيان نه دی، ځکه د نوموړي په وينا که پخوا کمو خلکو خپل ودونه په هوټلونو کې کول اوس به یې زيات خلک کوي.
د واده د مراسمو د قانون په طرحه کې راغلي، چې د لوظ اخیستنې او یا شیريني خورۍ، نیکریزو شپې او ځینو نور مراسم هم باید په هوټلونو کې ترسره نه شي، همدارنګه باید خاوند خپلې میرمنې ته ورکړي.