د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو شمېر سناتورانو په دولت کې د بهرنيو جاسوسانو د شتون په اړه اندېښنه وښوده.
دوی وویل، چې عبدرب الرسول سیاف د برهان الدين رباني د تلين په نمانځ غونډه کې يوځل بیا په دې ټينګار وکړ، چې په حکومت کې دننه بهرني جاسوسان شته او دوی په ترهګريزو بريدونو کې لاس لري.
دغو سناتورانو زیاته کړه، چې افغان دولت باید دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
د يادې جرګې رییس فضل هادي مسلميار وویل، چې په دې اړه به د پخوانۍ پريکړې پر بنسټ د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره د نورو امنيتي چارواکو د راتلونکي اوونۍ عمومي غونډې ته وغواړي.
له دې وړاندې عبدرب الرسول سیاف په وار وار ویلي و، چې په دولت کې داسې کسان شته، چې معاش دننه په افغانستان کې اخلي او جاسوسي د پرديو هېوادونو له پاره کوي.
د مشرانو جرګې غړی نادر بلوچ هم د دې غوښتنه وکړه، چې دولت باید د جاسوسانو په نيولو او افشاکولو کې جدي اقدام وکړي.
هغه خبرداری ورکړ، چې د دغې موضوع د جدي نه نيولو په صورت کې به دوی د دولت له پاره همداسې د ستر ګواښ په توګه پاتې شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کيږي، چې تېره ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم ځينو وکيلانو وویل، چې حکومت باید د استاد سیاف د څرګندونو په اړه جدي اقدام وکړي.
په یاده جرګه کې بیا ځينو نورو وویل، چې سیاف غواړي په خپلو دا شان څرګندونو سره د خلکو ذهنیت خراب کړي.
په دولتي ادارو کې د پرديو جاسوسانو د شتون موضوع نوې مسله نه ده؛ له دې وړاندې هم په وار وار راپورونه خپاره شوي، خو تر اوسه په دې اړه د حکومتي ادارو له لوري جدي اقدام نه دی شوی.