د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو شمیرسناتورانو وویل، چې د حکومت ی وپلاوی د دولت د وسله والومخالفینو سره د سولې د خبرو په موخه د ناروی هیواد ته سفر کړی دی.
دغه موضوع په مشرانو جرګه کې د سناتورانو ترمنځ د تاوده بحثونو د راپېدا کېدو لامل شو.
د مشرانو جرګې ځينې غړي په دې باور دي، چې د سولې خبرې اترې به کومه پایله ونه لري، خو ځينې بیا برعکس وايي، چې دولت باید د سولې خبرو اترو ته جدي پاملرنه وکړي او پایله يې مثبت ارزوي.
د یادې جرګې مشر فضل هادي مسلميار وویل، چې ټول افغانان د سولې خبرو اترو ته لېواله او د امن غوښتونکي دي.
هغه وايي، دا د دولت دنده ده، چې له هرې لارې چارې کار واخلي او په هېواد کې سوله او ثبات ټينګ کړي.
راپورونه وايي، چې تېره ورځ د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ يو پلاوی د ناروې هېواد ته سفر کړی، څو هلته د طالب استازو سره د سولې په باب خبرې اترې وکړي.
خو د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلوق وویل، چې سولې ته د رسېدو او سولې د خبرو د پېلېدو په اړه د حکومت هڅې د ستاینې وړ دي، خو لومړی باید دا معلومه شي، چې سوله له چاسره او څرنګه وشي.
دده په وینا طالبان یو مشر نه لري، چې له هغه سره خبرې وشي او د دوی بېلابېل مشران او ډلې د سولې خبرو اترو پرمخ خنډ شوي دي.
د قرلوق په وينا، اوسمهال ځينې طالبان د ملاعمر، ځينې يې د حقاني او ځينې يې هم د جندالله تر مشري لاندې فعاليت کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې څو ورځې وړاندې د ښځو د فعالینو یوه ډله، چې د ولسي جرګې ځینې غړي هم پکې ګډون درلود د ناروې هیواد ته تللې وه او داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې د طالبانو له استازو سره یې خبرې کړي، خو پایلې يې معلومې نه شوې.
خو د مشرانو جرګې بل غړی عبدالرحیم حسن یار وایي، ترڅو چې د ملي یووالي د حکومت چارواکي په خپل منځ کې سره جوړ نه شي او کورنۍ ستونزې او بې اتفاقې لرې نه کړي په نظام کې سمونونه رانه ولي، نو له طالبانو سره خبرې او سفرونه به هیڅ ګټه ونه لري.
د تیرو ۱۳ کلونو په اوږدو کې د پخواني ولسمشر او د سولې د عالي شورا له خوا ډیری هڅې شوي دي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې پېل شي، خو د الومړی ځل دی، چې یو دولتي پلاوی د بهرنیو چارو د وزارت د مرستيال او نورو دولتي او نا دولتي کسانو په ګډون د سولې د خبرو په موخه ناروې ته سفرکوي.