مرتضی اخر هم د لیونیل میسي اصلي کمیس واغوست

رسنۍ وایي، چې د فوټبال نړۍ د لومړي مقام لرونکي فوټبال لوبغاړي ارجنټایني لیونیل میسي له سرسخت افغان ماشوم مینه وال سره د لیدو اجازه ورنه کړه.

د راپورنو له مخې، لیونیل میسي خپل د ۱۰ شمیرې ریښتونې لاسلیک شوې کمیس خپل افغان ماشوم مینه وال ته رالیږلی.

په افغانستان کی "یونیسیف" ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې نن پنجشنبه ( جنوري ۲۵مه) یې د لیونیل میسي لاسلیک شوی کمیس د هغه ۵ کلن سرسخت مینه وال مرتضی احمدي ته ور په تن کړ.

د یونیسیف ادارې د خبرپاڼې له مخې، چې لیونیل میسي څو نور لاسلیک شوي کمیسونه هم افغانستان ته رالیږلي، ترڅو د مرتضی احمدي کورنۍ ته وسپارل شي.

د لیونیل میسي افغان مینه وال ماشوم مرتضی احمدي د لاسلیک شوي کمیس ترلاسه کولو وروسته "بي بي سي" سره په خبرو کی ویلي، چې" (له میسي سره مینه لرم، زما کمیس وایي چي میسي هم راسره مینه لري".

مرتضی احمدي که څه هم د خپلې خوخښي مینه وال سره د لیدو چانس ترلاسه نه کړ، خو پلاستیکي کمیس یې د لیونیل میسي په ریښتوني تاریخي کمیس ضرور بدل کړ.

د یادونې وړ ده، چې افغان مرتضی احمدي د غزني ولایت یو ۵ کلن ماشوم دی، چې له پلاستیکي خلطې یې د بارسلونا له پاره لوبه کوونکي مشوره فوټبال لوبغاړي لیونیل میسي کمیس په تن کړی و.

د مرتضی له خوا د پلاستیکي خلطې کمیس د افغانستان ترڅنګ په ټوله نړۍ کې د څوو ورځو په تیریدو مشهوره شو او ان پخپله لیونیل میسي ته یې هم خبر ورسید.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له لیونیل میسي سره د مرتضی احمدي د لیدنې برابرولو هلې ځلې وکړې خو ګټه یې نه لرله.

د یادونې وړ ده، چې یوعراقي کردي ماشوم هم د مرتضی احمدي د انځور دعوه کړی وه، خو وروسته په اسټرالیا کې میشت د مرتضی احمدي کاکا نړیوالو رسنیو ته مرتضی احمدي د لیونیل میسي په نوم د پلاسټیکي خلطې د کمیس ریښتونی مینه وال ثابت کړ.

پټه دې پاتې نه وي، چې دهسپانوي کلب بارسلونا له پاره لوبه کوونکی ارجنټایني فوټبال لوبغاړی لیونیل میسي ۵ ځلې د فوټبال نړۍ غوره لوبغاړې اعلان شوی دی، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې بې شمیره مینه وال لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام