د هېواد وسله وال پوځ لوی درستیز مرستیال جنرال مرادعلي مراد نن دوشنبه ( فبروري۲۲مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د ترهګرو ډلو بريدونه د دې ښکارندويي کوي، چې دغه ډلې او د دوی بهرني پلویان د افغان سولې پر بهیر باور نه لري.
مراد ټینګار کوي، چې د افغانستان د خلکو دښمنان په دې ژمي کې خپل ټول ځواک سره د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې وجنګیدل.
د ملي دفاع وزارت دغه لوړپوړی چارواکی د هېواد په ګوډ ګوډ کې سږ کال د پوستو جوړول د امنیتي ځواکونو له پیاوړتیا وو څخه بولي او وایي، چې افغان امنیتي ځواکونه په راتلونکي پسرلي کې به په تعرضي حالت کې وي.
همداراز مراد د هیواد په سرحدي سیمو کې د پاکستان د پوستو جوړولو په اړه وایي، چې په افغان خاوره کې د پاکستان له خوا د پوستو جوړول د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور چاپیریال ته زیان رسوي.
د هېواد وسله وال پوځ لوی درستیز مرستیال همدارنګه وویل، افغان امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې نوي منځ ته شوي غړو ته ماتې ورکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې ټاکل شوې سبا د سولې څلورمه څلور اړخیزه غونډه په کابل کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازو ترمنځ ترسره شي.