مدني فعالان: حکومت په ختیځو ولایتونو کې د داعش د له منځه وړلو له پاره قوي اراده نه لري

په کابل کې د ختيځې سیمې د مدني فعالانو او ځوانانو تر څنګ د هېواد ګڼ شمېر فعالو ځوانانو په کوټ ولسوالۍ کې د داعش «ظلمونه» او د حکومت بې پروايي وغندله او په ختیځ کې یې د داعش ډلې د پراخېدونکیو فعالیتونو په اړه اندېښنه وښودله.

دغو مدني فعالانو نن (دوشنبې) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې جلال اباد ښار د داعش د فکري تمویل ستره سرچینه ده، چې هلته په تعلیمي مرکزونو، دیني مدرسو او ان دا چې په دولتي ادارو کې داعشیانو پلویان پيدا کړي او دغې ډلې ته تبلیغات کوي.

غونډې ته د ننګرهار یو مدني فعال عبدالله پیکار وویل، چې په یاد ولایت کې داعش په پراخه کچه تبلیغات لري او دغه ډله په جلال اباد ښار کې په مستیقیمه توګه جلب و جذب کوي.

ښاغلي پیکار زیاته کړه، چې د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکیو سیمه پرېښې؛ خو یو شمېر نور بیا د بې وزلۍ او وزګارتیا له امله داعش ډلې سره یوځای شوي دي.

دغو مدني فعالانو پر حکومتي چارواکیو تور پورې کړ، چې په ختیځو ولایتونو کې د داعش د له منځه وړلو له پاره قوي اراده نه لري.

مدني فعال غفور احمد جاوېد ولسي جرګې کې د خیتځ ولایتونو پر استازیو له نیوکې سره وویل، چې د کوټ ولسوالۍ د جنایت په اړه د خلکو استازي چپ پاتې شوي دي او تر اوسه یو وکیل هم غږ نه دی کړی.

جاوېد دا هم وویل، چې په ننګرهار ولایت کې اوس هم د داعش ډلې راډیو په ورځ کې دوه ساعته خپرونې کوي او په وېبپاڼو کې یې پراخ تبلیغات خپرېږي. 

دوی پر حکومت غږ وکړ، چې په ښارونو، کلیو او نورو موسساتو کې باید د داعش په ګډون د ټولو ترورستي سازمانونو د فعالیت، جلب وجذب او تګ راتګ مخه ډب کړي.

 د کوټ ولسوالۍ په ګډون په ټول هېواد کې د داعش ځالو له منځه وړل، په لري پرتو سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو تجهیز او تمویل ته پاملرنه، د سیمه ییزو چارواکیو له خوا د پاڅونوالو د حقونو د غضب مخینوی، د داعش د فعالیت سازمانونو او جلب و جذب مرکزونو مخنیوی، له زیانمنو کسانو سره مرسته، په دولتي ادارو کې د مفسدو کسانو ګوښه کول له حکومته هغه غوښتنې وې، چې دغو مدني فعالانو د یو ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک په خپرولو سره له حکومته وکړې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام