د افغانستان د مدني ټولنو د هغو کسانو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه، چې د یوې "معاملې" په ترڅ کې یې د کندوز ښار طالبانو ته سپارلی دی.
د مدني بنسټونو فعالان په دې باور دي، چې په حکومت کې دننه یو شمېر کړیو د کندوز ښار د "معاملې" له مخې طالبانو ته سپارلی دی.
په دې ګډه خبرې غونډه کې د سمون او بدلون شبکې ځوانانو، د ټولنیز عدالت مدني خوځښت او د افغانستان د مدنې ټولنې ګډې کاري ډلې د کندوز ولایت د پېښې د شدیدې پلټنې غوښتنه وکړه.
دغه غونډه نن د (سپټمر په ۳۰ مه) جوړه شوې وه.
په دې خبرې غونډه کې د سمون او بدلون شبکې فعالو ځوانانو مشر محمد سنګر امیرزاده وویل، چې د کندوز ښار سقوط نه دی کړی، بلکې د یوې "معاملې" په ترڅ کې طالبانو ته سپارل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د کندوز ښار په سپارلو کې، په حکومت کې د ننه کړیو لاس درلود او ویې ویل، چې دغه کسان دې و پېژندل شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.
د افغان مدني فعالانو پر باور، دا چې له دوو ورځو وروسته لا هم ولسمشر په کندوز کې د عملیاتو اجازه نه ورکوي؛ د پوښتنې وړ موضوع ده.
له بلې خوا د ټولنيز عدالت مدني خوځښت په کندوز کې د امنیتي ارګانونو نه همغږي؛ د دغه ولایت د سقوط اصلي لامل ګڼي.
د ټولنيز عدالت د مدني خوځښت مسول احمد ذکي سلام وطندار ته وویل، "هغوی چې په خپله دنده کې یې ناغيړي کړې ده؛ باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي، چې د ناامنۍ دغه ډول نورو ولایتونو ته خپور نه شي."
د مدني ټولنو بنسټونو له ښکېلو خواو نه وغوښتل، چې د خلکو له کورونو نه د سنګر په ډول کار وانخلي.
د دغو بنسټونو په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې امنیتي ځواکونه مکلف دي، چې په کندوز کې د عامه داراييو د ساتنې په تړاو لازم تدابیر ونیسي.