ځېنې مدافع وکیلانو نن په کابل کې یوې خبرې غونډې کې ادعا وکړه چې د مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې ریاست ته نوماند او رییس روحالله قاريزاده په غیرقانوني ډول او د دې بنسټ د اساسنامې په خلاف له ۷ کالونو وروسته د دې بنسټ داخلي ټاکې کړېدي.
مدافع وکیلان همدارانګه وايي، ښاغلي قاريزاده د خپلې بقا په پار ټاکنې مهندسي کړېدي او دوی پرېکړه کړې چې د بنسټ داخلي ټاکنې تحریم کړي.
تمیم زمری ـ چې ځان د افغانستان د مدافع وکیلانو د مثبتو بدلونونو ټاکنیزې ډلې رییس معرفي کوي ـ وايي، حاکمې ډلې په بنسټ کې مدافع وکیلان تهدید کړي، په کندهار زون کې یې په ټاکنو کې د ده د ډلې کسانو لهپاره خنډونه جوړ کړي، په کندوز زون کې یې تقلب کړی او د نامصوبې شوې اساسنامې پر بنسټ یې پهخپله ګټه ټاکنې څرخولې دي.
ښاغلی زمری مدعي دی چې قاريزاده ډېر مدافع وکیلان په قومپالنې تورن کړي او هڅه یې کړې چې د ټاکنو د ټولو اصولو په خلاف ځان د څلورم ځل لهپاره عمومي ریاست ته نوماند کړي.
دی دا ادعا هم کوي چې ښاغلی قاريزاده د خپل ځان د بریاليتوب لهپاره هر ډول هڅې په کار اچولي او ترڅنګ یې د ټولنې ولایتي مشرانو ته خپل نوماندان مخکې کړيدي.
د مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې ویبپاڼې کې د خپرو شویو اطلاعاتو پر بنسټ، د دې سازمان ټاکنې په ۶ زونونو کابل، ننګرهار، هرات، کندهار، کندوز او بلخ کې په بېلابېلو پړاوونو کې شوېدي او د سازمان دننه وروستۍ ټاکنې نن بلخ ولایت کې وشوې چې ښاغلی زمري تحریم کړې.
د سازمان دننه ټاکنو کې مخکښ نوماند روحالله قاريزاده د ښاغلي زمري تورونو په ردولو سره پوښتنه کوي، کهچېرې ټاکنې د اساسنامې خلاف وې؛ ښاغلي زمري پهکې ولې د نوماند په توګه ګډون وکړ او د کابل، ننګرهار، هرات او کندهار زونونو پایلې ـ چې تمیم زمری پهکې مخکښ وو ـ هغه ته د منلو وې او همدا چې د کندوز پایلو وضعیت د هغه د غوښتې خلاف بدل شو؛ لهدې پروسې څنګ ته شو.
د ښاغلي قاريزاده په وینا، د شفافیت تامین په موخه ټاکنې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مدیریت کړي چې ملي او نړۍوالو څارونکیو هم له دې پروسې څارنه کړېده.
ښاغلی قاريزاده ادعا کوي چې د ټاکنو مشروعیت ټولو مدافع وکیلانو منلی دی، پهداسې حال کې چې تمیم زمری ادعا کوي چې له ټولو مدافع وکیلانو نیم یې د ټاکنو پایلې نه مني.