د افغانستان د رسنیو ملاتړ ادارې (نی) له خوا د بلخ ولایت د خبریالانو له ډلې مختار وفايي ته د ۱۳۹۳ کال د زړه ور خبریال جایزه ورکړل شوه.
د دغه بنسټ مسوولین وایي، چې د غوره خبریال د ټاکنې په پروسه کې ۱۳ خبریالان نوماند شوي وو او د راییو ورکولو بهیر په انلاین ډول د ۲۲۵۰۰ تنو په رایو بشپړ شو، چې د دغې انټرنټي رقابت په پایله کې مختار د ۹۱۴۲ رایو په ګټلو سره د زړه ور خبریال لقب وګټلو.
رحمت الله زیارمل، احمد لودین، جاوید زیارت جایي، حسین سیرت، توریالی همت، فرهاد صاپی، مختار وفايي، صادق شتني، نعیم رحیم، منصور مرادي، جمشید حکاک او یاسین آژن هغه ۱۳ خبریالان وو، چې د دغه لقب د ګټلو لپاره نوماندان شوي وو.
مختار وفایي د دغې جایزې د ګټلو پر وخت وویل، په افغانستان کې د وینا آزادي او د معلوماتو رسول ستونزمن کار دی، یو شمېر زورواکي هڅه کوي، چې معلوماتو د لاس رسي لارې چارې رامحدودې کړي.
هغه همداراز وايي، چې په ولایتونو کې د خبریالانو تهدید او سانسور د پخوا په پرتله زیات شوی دی.
دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې دننه یو بنسټ خبریال ته دغه ډول لقب ورکوي.
د دغو مراسمو یو جوړونکي فهیم صابر وویل، وروسته له دې هر کال هڅه کوي، هر هغه خبریال چې ډېرې رایې واخلي؛ د زړه ور خبریال اېوارډ ورکوي.
د زړه ور خبریال جایزه یوه اونۍ وروسته له هغه ورکول کېږي، چې د نی له خوا د ټول پوښتنې پر بنسټ د نوي ملي وحدت حکومت له راتګ سره اندېښمن شوی دی.
دغه ټول پوښتنه د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د ۳۰۵ خبریالانو نه د مرکو پر اساس شوې ده.
۸۰ سلنه هغو کسانو چې په دغه ټول پوښتنه کې ګډون کړی و، په دې نظر وو، چې د نوي حکومت له راتګ سره سم، د رسنیو د فعالیت ساحه راتنګه شوې ده.
څه موده وړاندې د بشري حقونو خپلواکو بنسټونو هم افغانستان کې په خپلو راپورونو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه ندېښنه ښودلې وه.