د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، له دې وروسته هر شرکت کولی شي نوري فایبر په ټول افغانستان کې وغځوي.
دوی وايي، د دغه انټرنېټي خدمت په بنیاد غواړي افغانستان ډېجیتلي او د انټرنټ خدمتونه چټک کړي.
د مخابراتو وزارت تخنیکي معین سید احمد شاه سادات د ۴ جي انټرنېټ په پلي کولو به د انټرنېت چټکتیا ۱۰برابره زیاته؛ خو ترڅنګ به یې لګښت هم ډېر شي.
سادات وایي، د مخابراتو د څلورم نسل یا ۴جي خدمتونو وړاندې کول د ولسمشر دفتر او د مخابراتو وزارت د مشرتابه پلاوي له مشورې سره سم په افغانستان کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
د مخابراتو وزارت وویل، ټولو شرکتونو ته اجازه ورکوي، ترڅو نوري فایبر د افغانستان ټولو ولایتونو ته وغځوي.