مخابراتو وزارت: ناامنیو په ټکنالوژۍ اغیزه نه ده کړې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت د اطلاعاتي فناورۍ په برخه کې په کابل کې څلور ورځنی نندارتون پرانیست.

د دغه وزارت چارواکي وايي، چې دغه نندارتون د یاد وزارت د سل ورځنیو پلانونو څخه دی، چې د (جون په ۱۳مه) پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې له ۱۲۰ زیاتو فعالو شرکتونو د فناورۍ په برخه کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت معین وايي، سره له دې چې افغانستان ضعیف اقتصاد لري، خو د فناورۍ د پراختیا په برخه کې د سیمې هېوادونو په کچه نوموتی هېواد دی.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د ټکنالوژۍ د کاروونکو او سوداګرو ترمنځ انډول په پام کې نیولی دی.

سره له دې د مخابراتو معین امیل مرجان زیاته کړه، چې د پانګونې په برخه کې ناامني اغیزه لري، خو وايي چې ناامنیو د فناورۍ د پراختیا په برخه کې منفي اغیز نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېواد وال د مخابراتو او انترنیت د کیفیت په برخه کې اعتراض کوي.

د خلکو دې اندېښنو ته په ځواب کې د یاد وزارت معین وویل چې د حکومت او فناوري سکتور ترمنځ مرستې روانې دي او زیاته یې کړه، چې دغه وزارت له خصوصي سکتور سره پرتو ستونزو ته حل پیدا کوي.

ده وویل، چې یاد وزارت دغه ستونزې په هر ډول شرایطو کې حل کولای شي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ وزارت تجارتي معین مزمل شینواري وویل، چې په هېواد کې مخابراتي سکتور یو له  کامیابو سکتورونو نه دی.

دی وايي، چې دا ډول نندارتونونو پرانیستل په هېواد کې پانګوال پانګونې ته هڅه وي.

د مخابرانو وزارت د شمېرو له مخې له ۲۰ میلیونو زیات خلک تلیفونونه او نږې ۳ میلیونه خلک له انټرنیټ نه ګټه اخلي.

د مخابراتو وزارت د مسولین په وینا افغانستان په دې برخه کې د پانګونې له لحاظه د نړۍ په ۱۶۸ درجه کې قرار لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام