محمد نبي عیسې خېل د بنګله دېش سوداګریزسیالیو له پاره غوره شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او مشهور لوبغاړی محمد نبي عیسې خېل د بنګله دېش سوداګریزو شل اوریزه کرکټ سیالیو له پاره واخیستل شو.

د بنګله دیش کرکټ بورډ د رسمي ویبپانې د معلوماتو له مخې چې نوموړی نن د ۳ نورو افغان لوبغاړو سمیع الله شینواري او دولت ځدران په مینځ کې لیلامۍ ته وړاندې شو چې د (رانګپوررایډرز) لوبډلې لهېخوا جذب شو.

د یادونې وړ ده چې ټول افغان لوبغاړي په (ډي) کیټیګرۍ کې شامل وو، خو نبي عیسی خېل به اوس د نړۍ د مخکښه کرکټرانو په مینځ د لوبېدو ترڅنګ ۳۰ زره امریکایي ډالره هم ترلاسه کړي.

دا دویم ځل دی، چې محمد نبي عیسی خېل د بنګله دېش په غوره کرکټ لیګ سیالیو کې لوبېدو ته غوره کیږي، خو سمیع الله شینواری، دولت ځدران او ګلبدین نایب بیا تراوسه د کومې لوبډلې له خوا نه دي اخیستل شوي او ښایي د اړتیا په صورت کې د کومې لوبډلې له خوا جذب شي.

تېرځل شاپور ځدران او حمید حسن هم دغو سیالیو ته غوره شوي وو او ښه ځلیدلي هم وو، خو دا ځل دواړه لوبغاړي د نامعلومه دلایلو له کبله هیڅ په لومړني لیست کې هم نه وو اخیستل شوي.

نبي عیسی خېل تیرځل هم په دې سیالیو کې د سمیع الله شینواري، حمید حسن او شاپورځدران ترڅنګ برخه اخیستې وه او هغه مهال د (سیلهیټ) لوبډلې په ګټه لوبیدلې وو او ښه ځلیدلې هم وو.

د رانګپور رایډرز لوبډلې د رسمي پاڼې د معلوماتو له مخې، چې د افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل ترڅنګ د دوی له خوا د کورنیو لوبغاړو سومیا سرکار، میتیون علي، ثقلین ساجب، عرفات سني او شکیب الحسن ترڅنګ د ډیرن سمي، وهاب ریاض، سچیتراسنانایکي، تیسارا پریرا، لینډل سیمینزاو تلکرتني دیلشن په څیر تکړه او مشهوره کرکټ لوبغاړي خپلې لوبډلې ته جذب شوي دي.

د بنګله دېش درېیم پړاو سوداګریزې غوره کرکټ لیګ سیالۍ به د روان کال نومبر میاشتې په ۲۱ مه نیټه د بنګله دېش په بېلا بېلو ښارونو کې پېل شي.

دغه سیالۍ د ۲ کلونو له پاره د فساد تورونو له کبله ځنډیدلې وې، خو یوځل د ۶ لوبډلو ډهاکه ډینامیټس، باریسال بولز، سیلهیټ سوپرسټارز، رانګپور رایډرز، چټاګانګ ویکینګز او کومیلا ویکټورینز ترمینځ ترسره شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام