محب الله او سامعیه میینان وو، دوی غوښتل، له یو بل سره واده وکړي؛ کله چې د سیمې خلک د دوی له مینتوبه خبر شول؛ بې له پوښتنې دواړه د خلکو له خوا سخت ووهل شول او په پایله کې د جلۍ کاکا دواړه ووژل.
پېښه د تېرې شنبې په ورځ د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د فاریاب ولایت قیصار ولسوال رحمت الله قیصار سلام وطندار ته وویل، چې هلک او جلۍ په بې ګناه ډول په عام محضر کې د جلۍ کاکا وژلي دي.
د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش د پېښې په تایید سره وايي، چې دواړه وژل شوي وګړي د قیصار ولسوالۍ د کوهي کلي استوګن وو.
د پولیسو ویاند زیاتوي، کشفي بنسټونو د پېښې په اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.
په فاریاب ولایت کې د بشر حقونو ساحوي کمېسیون دفتر پېښه غندلې او له اړوندو بنسټونو یې غوښتي، چې د پېښې عاملان ونیسي.
د راپورنو له مخې، فاریاب یو له هغو ولایتونو دی، چې د تاوتریخوالي پېښې په کې زیاتې دي او په وروستیو کې د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې یو هلک او جلۍ د مینتوب په تور وژل شوي وو.