د بغلان ولایت اعتراضي کان اېستونکو د دویم ځل له پاره لاریون وکړ او د غوري سمنټو د کارخانې دروازه یې د کارکوونکو پر مخ وتړله.
دغه اعتراض کوونکي وايي، چې د افغان کول شرکت تر اوسه د کرکر د سکرو ډبرو کان د ۵۸۲ بې برخلیکه کارکوونکو ستونزه نه ده حل کړې.
د اعتراض کوونکو په خبره، دغه شرکت ۵۸۲ د کان کارکوونکي له دندو لرې کړي دي او د نورو کارکوونکو معاشونه یې را کم کړي دي.
دغه اعتراض کوونکي، چې شمېر یې له ۶۰۰ تنو زیات وو، حکومت ته خبرداری ورکوي، که غوښتنې یې په جدي ډول و نه منل شي، پراخ لاریونونه به وکړي او د غوري سمنټو د شرکت دروازه به د تل له پاره وتړي.
د اعتراض کوونکو نماینده غلام سخي وايي، چې د ولایت چارواکو او د افغان کول شرکت مسوولینو له دوی سره ژمنه کړې وه، چې تر دوو ورځو به د دوی ستونزه حل کړي، خو د حل له پاره یې هېڅ اقدام نه دی کړی.
په ورته وخت کې د بغلان ولایتي شورا رییس صفدر محسني سیمه ییز چارواکي او د غوري سمنټو شرکت مسوولین په بې غورۍ تورنوي.
دی خبرداری ورکوي، که حکومت د اعتراض کوونکو غوښتنو ته پام ونه کړي، دوی به هم له اعتراض کوونکو سره یو ځای شي.
د بغلان ولایتي شورا رییس ادعا کوي، چې پولیسو د اعتراض کوونکو په مقابل کې تاوتریخوالی کړی او درې تنه اعتراض کوونکي یې ټپیان کړي دي.
د نوموړي پر خبره، پولیس د دې حق نه لري، چې د اعتراض په وخت کې لاریون کوونکي ووهي.
وموغوښتل، چې د کان اېستونکو د لاریون په اړه د بغلان سیمه ییزو چارواکو او د افغان کول شرکت د مسوولینو نظر هم واخلو، خو د پرلپسې اړیکو سره چا ځواب ور نه کړ.
د کرکر کان کارکوونکو تېره اونۍ هم د دې له پاره لاریونه کړی و، چې د افغان کول شرکت مسوولینو د کرکر ډبرو سکرو کان ۵۸۲ تنه کارکوونکي او انجینیران له دندو لرې کړي او د پاتې نور معاشونه یې را کم کړي وو.