متحده عربي امارات: د یمن په جګړه کې دې پاکستان روښانه دريځ خپل کړي

وروسته له هغې چې د پاکستاني پارلمان د یمن او سعودي عربستان په شخړه کې د پاکستان پر بې پریوالي ټېنګار وکړ، متحده عربي امارتو سخت غبرګون ښودلی دی.

د متحده عربي امارتو د بهرنیو چارو ریاستي وزیر ډاکټر محمود ګرګاش ویلي، چې پاکستان ته پکار دي د عربي هیوادونو سره د ستراتيژيکې ملګرتیا له کبله پاکستان روښانه دريځ خپل کړي.

دغه اماراتي چارواکي ويلي چې که پاکستان د یمن په جګړه کې روښانه دريځ خپل نه کړي نو ډور دروند به ورته تمام شي.

د عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير وايي چې دپاکستان مبهم دریځ په ډاګه کوي چې له عربي خلیجي هیوادونو پر ځای د ایران پلوي کوي.

دپاکستان پارلمان تېره اونۍ خپل حکومت ته سپارښتنه کړې وه چې د یمن په جګړه کې دې د دریم ګړي رول ادا کړي او خپل پوځونه دې هغه هیواد ته د سعودي عربستان په ملاتړ نه ليږي.

له دې وروسته دایران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظریف په ترکیه کې دپاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سره په کتنه کې ټېنګار کړی و چې اسلامي هیوادونه دې د یمن په شخړه کې سولییز رول ادا کړي.

د یادولو ده، چې یمن پر دار الحکومت باندې حمله او د عبدالرب لمنصور هادي تښتېدل د دې لامل شول، چې سعودي عربستان د مار چ پر ۲۶مه نېټه د یمن پر حوثي یاغیانو هوايي بریدونه وکړل.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام