لښکرګاه ښار کې په رڼا ورځ وسله‌والې غلاوې کېږي

د هلمند ولایت مدني فعالان او د لښکرګاه اوسېدونکي په‌دې ښار کې د وسله‌والو غلاوو له ډېرېدلو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د هلمند مدني ټولني همغږۍ مرکز مشر اخترمحمد بادې‌زایي وایي چې په‌دې وروستیو کې د ولایت مرکز لښکرګاه ښار په زړه کې وسله‌والې غلاوې کېږي.

د ښاغلي بادې‌زايي په وینا، د امنیتي تالاشیو او پوستو مخې ته په تورو شیشو موټرو کې غلاوې کېږي.

دی له امنیتي مسوولانو غواړي چې په لښکرګاه ښار کې د غلاوو مخه ونسي.

ښاغلی بادې‌زایي کواښ وکړ، که‌چیرې مسوول چارواکي د وسله‌والو غلاو مخه ونه نیسې؛ لاریونونو به وکړي.

د محمود په نوم د لښکرګا یو صراف وایي، څو ورځې مخکې وسله‌والو غلو د لومړۍ امنیتي حوزې په سل‌متري کې په چړو وهلی او ۲ سوه زره پاکستانۍ کلدارې یې ترې تښتولې دي.

د لښکرګاه اوسېدونکی سردار ولي چې زوی یې څه موده مخکې یرغمل شوی و؛ وایي چې دولتي چارواکي په‌خپلو دندو کې پاته راغلي دي.

 دوی شکمن دي چې ځېنې پولیس په غلاوو او تښتونو کې لاس لري.

خو د هلمند نوی امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق یعقوبي بیا وایې چې د ښار امنیت یې لومړیتوب دی او هڅه کوي چې ډېر ژر په ښار کې د غلاوو مخه ونیسي.

امنیه قوماندان ژمنه وکړه، که‌چیرې د هرې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې غلا وشوه؛ د حوزې امر له دندو ګوښه کوي او پرځای یې بل وړ کس ګوماري.

د هلمند مدني فعالان او لشکرګاه ښاریان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د هلمند والي محمدیاسین په مشري د ولایت پوځي شورا پرېکړه کړې چې په ۲۰ورځو کې به په ښار کې د غلاوو او بې‌عدالیتو مخه ونیسې. هغه ګواښ کړی، که دولتي کارکوونکي په دندو کې پاته راشې؛ له دندې یې ګوښه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام