لویې څارنوالۍ له ۱۵۰۰ ډېرې د اداري فساد اړوند دوسیې څېړلي

لویه څارنوالي وايي، د ۱۳۹۶ لمریز کال په ترڅ کې یې د اداري فساد ۱۵۲۶ دوسیې څېړلي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي کابل کې خبري غونډې ته وویل د دغو دوسیو په اړه ۵۴ ملکي او پوځي مامورین ممنوع الخروج او یا یې هم دندې ځنډول شوې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي دا هم وویل چې محکمو د بېلابېلو جرمنو له امله  ۱۱۸ کسان محاکمه کړي، ۹۴ کسانو ته یې سزا ورکړل شوې او یوشمېر نور یې نغدي جریمه شوي دي.   

ښاغلي رسولي ټینګار وکړ، د اداري فساد پروړاندې د دولت حوصله پای ته رسېدلې، زیاته یې کړه، د اداري فساد په قضیو کې ښکېل کسان، چې په هر دریځ او ځای کې وي قانون به پرې پلی کېږي.

لویه څارنوالي په داسې حال کې د دومره شمېر دوسیو د څېړنې خبره کوي چې تراوسه د اداري فساد سترې دوسیې لکه د کابلبانک په څېر لا هم نه دي څېړل شوي.

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ د تېرې اوونۍ په پای کې اعلان وکړ چې افغانستان په روان کال کې د نړۍ د فاسدو هېوادونو په کتار کې څلور ګامه صعود کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام