لویې څارنوالي د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو په اړه د څېړنو په بهیر کې د ټاکنو کمېسیون پنځه مخکیني غړي ممنوعالخروج اعلان کړل.
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس احمدشاه زمانزی، په کابل کې د ټاکنو د سیمهییز دفتر رییس اولالرحمان رودوال، د عملیاتي چارو مرستیال عبدالعزیز صمیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ رییس سیدابراهیم سادات او د دغه کمېسیون د سیمهییزو عملیاتو رییس زمری قلمیار هغه کسان دي چې د لویې څارنوالي له لوري ممنوعالخروج اعلان شوي دي.
دغه راز لویه څارنوالي د ټاکنیزو تېروتنو د ۱۷۸ قضیو د څېړلو خبر هم ورکوي.
د لویې څارنوالي له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په ۲۴ ولایتونو کې د ټاکنیزو تېروتنو ۱۷۸ قضیې څېړل شوي او په تړاو یې ۳۸۶ تورن کسان هم پېژندل شوي دي.
یادې قضیې په کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، کاپیسا، پروان، لوګر، پکتیکا، کندهار، بدخشان، پنجشېر، هرات، خوست، نیمروز، زابل، بامیان، ننګرهار، فراه او کابل ولایتونو کې څېړل شوې دي.
د لویې څارنوالي د خبرپاڼې له مخې، د دندې له واکونو ناوړه ګټه اخیستل، د ټاکنیزو سټېکرونو پلورل، د پېژندپاڼو او ټاکنیزو سټېکرونو جعل، د حساسو توکیو او د رایورکولو پاڼو پټول په یادو قضیو کې شاملېږي.
خبرپاڼه لیکي، د ټاکنو کمېسیون او دولت کارکوونکي، امینتي مسوولان، سیمهییز قوماندانان، د ولسي جرګې نوماندان، محصلان او نور عام وګړي د تورنو کسانو په ډله کې دي.
د خبرپاڼې له مخې، لویه څارنوالي د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو رییسانو په ګډون د ټولو کمېشنرانو د دندو له واکونو نه د ناوړه ګټې اخیستنې پر موضوع کار کوي او په دې برخه کې ځینې پرمختګونه هم شوي دي.
اړوند مطالب: