لویې څرنوالۍ د مېرمنو جنسي تېري دوسیې د څېړلو له پاره یو پلاوی د هېواد لوېدیځې حوزې ته لیږلی دی.
په افغانستان کې د حقوقي عدالت مدني بنست د تېرې اونۍ یکشنبې په ورځ راپور خپور کړ، چې د هېواد لویدیځې حوزې ځېنو قاضیانو او څارنوالانو د ۱۰ نیول شویو مېرمنو له ډلې نه پر درې هغو یې جنسي تېري کړي دي.
په دې راپور کې ادعا شوې ده، چې په هرات ولایت کې ۹ څارنوالانو او ۶ قاضیانو، په بادغیس ولایت کې ۶ څارنوالانو او ۴ قاضیانو، په غور ولایت کې ۵ څارنوالانو او ۴ قاضیانو، په فراه ولایت کې ۴ څارنوالانو او ۳ قاضیانو او په نیمروز ولایت کې ۳ څارنوالانو او ۲ قاضیانو په نیول شویو مېرمنو جنسي تېري کړي دي.
د لویې څارونوالۍ د خپرونو رییس اصف فیاض نن د (نومبر په ۱مۍ) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دغې ادارې د افغانستان حقوقي عدالت مدني بنست راپور تر خپرولو وروسته د ملکي څارنوالۍ، نظامي څارنوالۍ، بشرحقونو کمېسیون او ښځو چارو وزارت استازو ګډ پلاوی هرات ولایت ته لېږلی.
فیاض وویل، که په دغو قاضیانو او څارنوالو وارد شوي تورنه واقعیت وي لویه څارنوالۍ دغه کار "ناورین" بولي او دوی به سخته سزا وویني.
د هرات ولایت د استیناف څارنوالۍ رییس سمیع الدین رهین او د نظارت خونو مسولینو د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دغه مدني بنسټ دې دوی ته اسناد وړاندې کړي.
دغو چارواکو زیاته کړه، چې د افغانستان د حقوقي عدالت مدني بنست د خپلو ادعاوو په اړه هیڅ ډول اسناد نه دي وړاندې کړي.