لوګر کې یو ښوونځی د امنیتي ځواکونو په مرکز بدل شوی

د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکي او د چلتن ښوونځي زده کوونکي وایې، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د بره کي برک ولسوالۍ د چلتن د هلکانو منځینی ښوونځی د افغان ځواکونو له لوري تړل شوی او امنیتي ځواکونه په کې ځای پر ځای شوي دي.

دغه ښوونځی د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ په چلتن کلي کې موقعیت لري، چې شاوخوا ۶ سوه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت وو.

د دې ښوونځي زده کوونکي د لوګر له ولایتي ادارې او له دفاع وزارته غواړي، چې ژر تر ژره د چلتن ښوونځی د زده کوونکیو پر مخ پرانیزي او هغه ۶ سوه زده کوونکي، چې دا مهال له زده کړو بې برخې دي، بیرته ښوونځي ته پرېښودل شي.

د چلتن ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکی شبیر احمد وايي، ښوونځی یې ملي اردو نیولی او ډېر وخت کېږي، چې زده کړو ته نه شي ورتللی.

د همدې ښوونځي د ۹ ټولګی بل زده کوونکی جاوېد له مسوولو ارګانونو څخه غوښتنه کوي، چې د دوی تړل شوی ښوونځی پرانیزي.

 دی وايي، د ملي اردو د ځواکونو له خوا یې له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې ښوونځی تړل شوی او دوی له زده کړو بې برخې شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا ریس سید قریب الله سادات هم سلام وطندار ته ومنله، چې د بره کي برک ولسوالۍ په یو ښوونځي کې امنیتي ځواکونو اړولي او له ډېر وخت راهیسې په کې پراته دي.

سادات زیاته کړه، څو – څو ځلې ورته د بره کي برک ولسوالۍ سلګونو قومي مشرانو شکایت کړی، چې په یاد ښوونځي کې امنیتي ځواکونه پراته دي او د زده کوونکیو پرمخ یې د دې ښوونځي دروازې ورتړلې دي.

سادات وایې، چې د چلتن د ښوونځي ستونزه یې د لوګر ولایتي ادارې او د د فاع وزارت له مسوولانو سره شریکه کړې ده.

د ده پر وینا، امنیتي ځواکونو ورسره منلې، چې ډېر ژر به یوې بلې سیمې ته وکوچېږي او ښوونځی به بېرته زده کوونکیو ته ورپرېږدي.

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولان هم اعتراف کوي، چې د بره کي برک ولسوالۍ چلتن ښوونځی د افغان ځواکونو له لوري تړل شوی او ۶ سوه زده کوونکي یې له زده کړو بې برخې کړي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست مرستیال محمد صادق ستانکزي سلام وطندار ته وویل، چې د یاد ښوونځي د زده کوونکیو د زده کړې د دوام په پار یې د لنډ مهال له پاره یو کور په کرا نیولی دی.

ده هم غوښتنه وکړه، چې د ملي اردو ځواکونه باید ووځي، چې زده کوونکې خپل درسونه ووايي.

د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال عبدالرازق ساپي په دې اړه سلام وطندار سره په خبرو کې ومنله، چې د دوی ځواکونه په دې ښوونځي کې ځای پر ځای شوي دي او ژمنه یې وکړه، چې ډېر ژر به افغان امنیتي ځواکونه له دې ښوونځي نه یو بلې سیمې ته ولېږدوي.

د ده پر وینا، دې ځواکونو ته یې په بل ځای کې ودانۍ جوړه کړې ده او نږدې وختونو کې به هلته ور وکوچېږي.

د لوګر ولایت ویاند سلیم صالح بیا وايي، چې د لوګر والي امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې ژر تر ژره له دغه ښوونځي ووځي او د زده کوونکیو پر مخ دې پرانیزي.

د لوګر بره کي برک ولسوالي نسبتاً ناامنه ولسوالۍ ده، چې د ځایي اوسېدونکیو پر وینا یې ډېرو سیمو کې یې وسله وال طالبان فعالیت کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام