
وروسته له هغه چې پاکستاني چارواکو د بې پاسپورته او بې ویزې افغانانو پرمخ د تورخم دروازه وتړله، افغانانو د درملنې په موخه ترکیې او هند ته مخه کړې ده.
دا داسې مهال ده، چې د رپوټونو پر بنسټ د پاکستان روغتیايي خصوصي سکتور د افغانانو درملنې له پلوه ډیره ګټه کوله، خو اوس ۹۰ سلنه افغانان د درملنې په موخه پاکستان ته نه ځي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني هم سلام وطندارته وویل، چې اوس زیات افغانان د درملنې په موخه هند، ترکیې او تر یوه بریده پاکستان ته ځي.
مستغني زیاته کړه، د بهرنیو چارو وزارت هڅه کړې، چې د ویزې په اخیستلو کې له وطنوالو سره د ستونزو په لرې کولو کې له اړوندو سفارتونو سره خبرې کړې او له هغوی یې په دې برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.
داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې د بې پاسپورته افغانانو پرمخ د دروازو تړلو په پاکستان کې پر روغتیایي سکتور او دکار وبار نورو برخو ناوړه اغیزې کړي.

په کوټه کې ازاد خبریال رزاق برق سلام وطندارته وویل، چې د تورخم په دروازه کې نويو محدودیتونو نه یوازې پر روغتونو، بلکې د پاکستان په کار و بار ډیر منفي اغیز کړی دی.
د برق پروینا، د خیبرپښتونخوا ایالتي اسامبلۍ یوه غړي ويلي، چې د پاکستاني چارواکو نويو بندیزونو له امله زیات شمیر افغانان اوس د درملنې په موخه هندوستان ته ځي او هندي چارواکو افغانانو ته د ویزې په ورکړه کې اسانتیاوې هم رامنځته کړې دي.
هغه وویل: "د خیبر پښتونخوا ایالتي اسامبلۍ غړي او د مولانا فضل الرحمن ورور، لطف الرحمن ویلي دي، چې ۷۰ سلنه افغانان د درملنې له پاره پاکستان ته نه راځي، ۷۰ سلنه روغتونونه يي زیانمن کړي او له دغه حالته هندوستان ګټه اخلي او ډیر افغانان د درملنې له پاره اوس هندوستان ته ځي."
په دې اړه مو وغوښتل په کابل کې د پاکستان سفارت نظرهم واخلو خو هغوی په دې اړه ناخبري وښوده .
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي، چې ځینو پاکستاني روغتونونو خپل زیات شمیر کارکوونکي ځواب کړي.





