لوګر کې ډله ییز برید ۲۲ پولیس و وژل

د لوګر ولایت سرپرست والي نیاز محمد اميري د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ويلي، چې نن سه شنبه شاوخوا ۱بجه  د لوګر پر امنيې قومندانۍ د پنځو مخالفو وسله والو له لوري ترهګريز برید وشو، چې د بريد په پایله کې ۲۲ پولیس و وژل شول او اوه نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړې « یوه برید کوونکي د امنیه قوماندانۍ دروازه کې ځان پورې تړلي توکي چولي، درې نور پولیسو وژلي او یوه بل په امنیه قوماندانۍ کې ځان مرګی برید کړی.»

د لوګر امنيه قومندان مرستيال عبدالولي توپان د سلام وطندار ولايتي خبريال خان ولي احمدزي ته دا تایید کړې، چې پنځه تنه بریدګرو د پوليسو په جامو کې پر دغه قومندانۍ برید وکړ.

د عبدالولي په وينا د بريد په پېل کې درې بريدګر د قومندانۍ په لومړۍ دروازه کې د پوليسو له لوري و وژل شول، خو دوه نورې يې و توانېدل ځانونه د قومندانۍ پخلنځي او قره اول ته ورسوي.

رسنيو ته د دې ډله يیزې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی او ويلي يي دي برید کوونکي توانيدلي، چې په لسګونه پولیس و وژني.

د ويلو ده، چې دا په وروستیو شاوخوا څوو میاشتو کې تر ټولو خونړی ځان مرګی برید دی. چې له امله یې پولیسو ته دومره درنه مرګ ژوبله اوړي

له دې وړاندې د لوګر ولایت د سیمه ییزو پولیسو پر قومندانۍ هم وسله وال ډله ییز برید شوی و، چې له امله يې د قومندان سبزعلي په ګډون اته تنه وژل شوي و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام